
د انسي شيطانت ماهرين
ليکوال : عبدالله (خوستوال)
که مونږ او تاسو تاريخ وګورو د اسلام له پيله تر نن ورځې يهود او نصاری په انسي شيطانت کې ډير ماهر او تل يې د همدغه شيطانت په مټ د مسلمانانو په مينځ کې د بې اتفاقي، بې باوري او خپلمنځي وژنو اور بل کړی.
کوم وخت چې په مکه مکرمه کې د اسلام ستر لارښود محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيغمبري دعوی وکړه د قريشو سرداران سره راټول شول، د ژور خفګان ښکاره کولو ترڅنګ يې پريکړه وکړه ترڅو په مدينه کې ميشت يهودي علماؤ ته خپل څو سړي ور وليږي او د محمد (ص) په باره کې هدايت ترلاسه کړي.
همداسې يې وکړل، د قريشو سردارانو خپل څو سړي د مدينې يهودي علماؤ ته وروليږل او د محمد (ص) په هکله يې پوره معلومات ورکړل، د مدينې يهودي علماؤ د دې پر ځای چې د خپل کتاب له مخې يې دوی ته د محمد (ص) په هکله د دوی په کتاب ليکل شوې خبره ښکاره کړې وای دوی له انسي شيطانت څخه کار واخيست او د قريشو لخوا راليږل شويو سړيو ته يې وويل : مونږ به تاسو ته څو سوالونه در وښايو، تاسو له محمد (ص) څخه د هغو په باره کې پوښتنه وکړی.
په مدينه کې ميشتو يهودي علماؤ ورته وويل : له محمد (ص) پوښتنه وکړی چې د هغو زلميانو قيصه څه ده کوم چې له يوه ظالم بادشاه وتښتيدل او په غار کې پناه واخيسته (يعنې اصحاب کهف) :
او د هغه کس قيصه څه ده کوم چې په ټوله دنيا کې سفر وکړ (يعنې ذی القرنين) :
او د روح متعلق پوښتنه ترې وکړی چې روح څه شی دی .
نن ورځ هم د هماغو يهوديانو اولادې د خپلو پلرونو لار غوره کړی، د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له شهیدکيدو وروسته په خپله اوباما او د ده د غلامۍ په ځنځيرونو تړل شويو يو شمير مسلمانانو عجيب او غريب سوالونه راپورته کړي، کله وايي د طالبانو نوی مشر د جګړې پلوي دی، کله وايي د سولې پلوي دی، کله وايي په طالبانو کې نفوذ نلري، کله وايي نظامي تجربه نلري، کله څه وايي کله څه.
زما په فکر له همدې پوښتنو د دوی مقصد هماغه دی کوم چې د مدينې د يهودي علماؤ وو، لکه څرنګه چې د مدينې يهودي علماؤ غوښتل چې د دوی د پوښتنو په ځوابولو سره د حضرت محمد (ص) پيغمبري معلومه کړي، دوی هم غواړي چې د دوی همدې خبرو ته د طالبانو نوی مشر ځواب ووايي او بيا له همدې لارې دوی د نوي مشر آواز ثبت او بيا يې د پرمختلليو جاسوسي آلاتو په ملتيا د لټون چارې پيل کړي.
طالب مشرانو ته پکار دي چې له امريکايي يرغل وروستی زمانې ته وګرځي، خپل ځانونه هماغسې پټ وساتي او د خپلو چارو پر مخ بيولو ته متوجه وه اوسي، چې په همداسې کړو به يې هم ځان ژغورلی وي، هم به يې دښمن له بشپړې مايوسي سره مخ کړی وي، او هم به يې خپل هدف ترلاسه کړی وي.


