د ملا اختر محمد منصور مرګ به طالبان لا پیاوړي کړي

لیکنه : ص ـ رائد
څو ورځې وړاندې دامریکا بې پیلوټه الوتکې،  دطالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په نښه کړ، دامریکا ولس مشر بارک اوباما، په یاد برید ډیره خوښي څرګنده کړه، او منصور یې تر اسامه بن لادن وروسته دویم ستر دوښمن یاد کړ، خو د طالبانو رهبري شوری، یو ځل بیا د خپلې تګلارې سره سم تر څو ورځو سکوت وروسته دخپل رهبر شهید کیدل تاید کړ،او دهغه  ځای ناستی یې شیخ الحدیث مولوي هیبت الله اخنزاده ،وټاکه.
داچې مرګ څه نوی شی نه دی، اونه هم طالبان په لمړي ځل له داسې سختو حوادثو سره مخکېږي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په ډیرو سختو حالاتو کې ، ډیر مخکښ مشران له لاسه ورکړي، تیر کال طالبانو ته هغه وخت له امتحانونو او کړاونو ډک کال ثابت شو، چې د خپل مشر او دامارت اسلامي موئسس ملا محمد عمر مجاهد  ، وفات  یې په یوې رسمي اعلامیه کې تاید کړ.
په رېښتیا هم چې ۲۰۱۵ءکال طالبانو لپاره یو د کړاونو کال و، ځکه چې دوی په لمړي وار دخپل مشر له جدایي  سره مخ شوي و.
خو رهبري شوری په چټکتیا سره ، دغه ټولې خلاوې او مشکلاتو ته دحل لاري ولټولې، او اختلافاتو  ته یې دپای ټکی کېښود.
تردې وړاندې هم اسلامي امارت د ملا محمدمنصور  غوندې، ډیر نور مخکښ او ځیرک مشران له لاسه ورکړي، لکه مولوي احسان الله احسان، ملا داد الله، ملا عبید الله ، داهغه مخکښ مشران و، چې هریو یې دخپل وخت عمر او منصور و، او کفري یرغلګرو به ددوی هریو وژنه داسلامي امارت وژنه ګڼله،  مګر داسې نه و ،او نه وشول.
ملا دادالله شهید شو، جدایې او غم یې خورا دروند و، مګر اسلامي امارت دده په وینو کمزوری نه، بلکې لاپیاوړی شو،  ځکه د دشهید په وینو صف پیاوړی کېږي، شهادت سره  صف لا ګړندی کېږي.
داچې داسلامي امارت صف ترننه پورې داسې واحد او متحد پاتې شوی، ستر علت یې همدا دی، چې دوی له مشره تر کشره، له رهبره تر عسکره ټول په الهي مینه مست،او د شهادت په انتظار دي، او دغسې مرګونو ته لبیک وایې.
یرغلګر او دهغوی لاس پوڅي دې واوري، چې دسلامي امارت واحد صف ،په داسې شهادتونو کمزوری نه، بلکې لاپیاوړی کېږي، لا ګړندی کېږي.
خیر که پرون مو عمر او نن مو منصور لاړ، هغوی تر شا ډیر عمري او منصوري ځوانان کلک روزلي پرېښي دي،داسې ځوانان چې دالله په فضل اوکرم سره کولی شي،چې خپل صف لاګړندی کړي.
د شهید منصور تقبله الله هجر که څه هم دروند دی، مګر داچې دالله تقدیر دی، مونږ پرې راضي یو، هغه سپیڅلی انسان واقعا چې یواځې له شهادت سره جوړیده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button