د دوه و جهادونو قاید!!! حکمتیار صیب!!! د خپل مسیر نه د بدلیدو په درشل کې

 

تبصره : ډاکټر آصف

حزب اسلامي له هغې ورځې نه چې د طالبانو اسلامي تحریک مینځ ته راغی ویلي وو چې دا تحریک د انګریزانو په لاس جوړ شوی دی خو کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړای شو په ډير افتخار سره یې ویل چې د کرزي د لاسپوڅې ادارې او د امریکایی اشغالګرانو په وړاندې مقاومت دغه ګوند پیل کړ او طالبانو ډیر وروسته د ده پر قدم قدم کیښود. خو سره له دې هر هغه څوک چې د دغه غلام رژیم په وړاندې مقاومت کوي همغسې ورور یې دی لکه د حزب ورور. او وخت په وخت به یې د ملا عمر او طالبانو د تحریک اوصاف بیانول، خو کله کله به یې بیا پری نیوکې هم کولې.

څو ورځې وړاندې کله چې ملا اختر محمد منصور شهید کړای شو نو ښاغلی حکمتیار صیب یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له ده سره یو ځای شي او د ده مشري ومني او د ده تر مشرۍ لاندي راغونډ شي.

 څو میاشتې وړاندې چې په کنړ کې د حزب اسلامی یو غښتلی پخوانی جهادی قومندان خان جان ووژل شو، سملاسي یی بیا همغه خبره تکرار کړه چې:  د طالبانو دا تحریک د انګریزانو په لاس جوړ شوی تحریک دی او خپلو اربکي مجاهدینو ته یې امر وکړ چې د طالبانو جرړي وباسي.

په هر حال د امریکایانو پر ضد د مقاومت پر مهال به وخت ناوخت به ښاغلي حکمتیار صیب خپلې ویډیویي ویناوې خپرولې، او په دېر شد او مد سره به یې د جهاد او مقاومت خبرې کولې او په ټینګه به یې دا خبره کوله چې:  ((والله چې تر څو چې زما په بدن کې ساه وي، او تر سلو کلونو پورې پر ما همدغه حالت وي  تر څو چې په افغانستان کې اسلامي نظام نه وي حاکم شوی زه به وسله پر ځمکه کینږدم!!!

خو اوس وکتل شول چې حزب اسلام هم د نورو جهادي تنظیمونو په څیر لکه څنګه چې د کعبې د قسمونو نه په شاه شوي وو د دې برحق جهاد نه هم په شا شول او د جهاد له اصیلې لارې نه یې انحراف وکړ، او د ابوبکر صدیق رضی الله عنه د دې وینا نه غافل شول چې هغه فرمایلی دی: (ما ترک قوم الجهاد فی سبیل الله الا ضربهم الله بالذل) هیڅ یو قوم جهاد نه دی پریښی مګر خدای تعالی ذلیل کړی دی.

د ابوبکر صدیق د دې خبرې په مصداق مو په ګاونډې تاجکستان کې په خپلو سترګو ولیدل چې د تاجکستان اسلامي نهضت چې دوه لسیزې وړاندې د امام علي رحمانوف پر وړاندې په جهاد او وسله واله مبازه بوخت و، د جهاد نه د انحراف لوی استاد پروفیسر رباني دغه اسلامي او جهادي ګوند ته قناعت ورکړ څو له جهاد نه لاس واخلي او له امام علی رحمانوف سره د سولې لاره غوره کړي، نن دغه د عزت او برم نه ډک ګوند په تاجکستان کې د ذلت او سپکاوي شپې او ورځې تیروي.

اوس چې انجنیر صیب حکمتیار هم د ځان او خپل حزب لپاره د دغه ستر پروفیسر توصیه ښه ښکاره شوه نو همدغه لاره یې غوره کړه، دادی په لومړي ځل یې د جهاد او مجاهدینو نه د انحراف په دې لاره کې په خپلو اربکي وسله والو غږ وکړ چې د طالبانو جرړې وباسي او له بلې خوا نه بیا د جهاد نه د منحرف استاد پروفیسر رباني ځوي صلاح الدین رباني د حزب اسلامي د سپکاوي او ذلت افتتاح وکړه او غږ یې پرې وکړ چې : څوک چې سوله غواړي نو وسله دې پر ځمکه کیږدي!!!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button