په لومړي ځل داسې ماوس بازار ته وړاندې شو، چې هم سکېن کوي، او هم لغات ژباړي

کابل ټکی کام ۰۹غبرګولي/۱۳۹۵، انجینر میرویس څرګند

په نړۍ کې په لومړي ځل داسې یو ماوس بازار ته وړاندې شوی دی، چې په ډېره اسانه توګه سره سکېن کولی شي، او هم هر لغت په هره ژبه کې ژباړي.

دغه ماوس ډېر ځانګړتیاوې لري، د دغه ماوس په پېژندپاڼه کې راغلي دي، چې د دغه ماوس د سکېن کولو چاره ډېره اسانه ده.

د دغه ماوس د سکېن چاره په داسې شان سره ده، چې پر متنونو، جدولونو او تصویرونو باندې د پورته او ښکته خوځولو سره بې له انتظاره د کمپیوټر پر سکرین ښيي.

دغه ماوس چې (Zcan) نومیږي، د زړو سکېنرونو په پرتله خورا کوچنی دی، چې له یو ځای څخه بل ځای ته یې وړل راوړل هم په اسانه توګه کیږي.

دغه ماوس چې د ګوګل ټرانسلېټر سره هم تړلی دی، د پښتو ژبې تر څنګ د نورو ژبو لغات هم هرې ژبې ته ژباړي.

د ژباړلو چاره یې په داسې شان سره ده، چې د کمپیوټر پر سکرین پر لغت کېښودل کیږي، او سمدلاسه یې ژباړي.

دغه ماوس چې خورا زیاتې ځانګړتیاوې لري، په لپ ټاپ، ډسکټاپ او همدا راز په اې پيډ کې هم کارول کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button