داعش ډلې خپل ۸ ټپيان جنګیالي د کلرېډ پوټاشیم په مټ وژلي

کابل ټکی کام ۱۰غبرګولی/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د عراق په فلوجه ښار کې یوې روغتیايي سرچینې سومریه نیوز سایټ ته ویلي دي، چې داعش ډلې خپل ۸ ټپيان جنګیالي د کلرېډ پوټاشیم په مټ وژلي دي.
 
سرچینې ویلي دي، چې دغه پېښه د عراق د فلوجه ښار په یوه روغتون کې رامنځته شوې ده.
 
دغې روغتیايي سرچینې د کلرېډ پوټاشیم په اړه وویل، چې دغه ماده د انسان د زړه ضربان دروي، او له منځه یې وړي.
 
دغې سرچینې روښانه کړه، چې داعش ډله خپل ټپيان جنګیالي له دې وېرې وژني، تر څو د عراق امنیتي ځواکونو ته په لاس ور نه شي.
 
سرچینې یې یو شمېر وجې نورې هم بیان کړې، چې یا به داعش ډله خپل ټپیان جنګیالي له دې کبله وژني، چې ټولو ته روغتيايي اسانتياوې نشي برابرولى.
يوه بله سرچېنه بيا دا عمل بل شان تعبيروي، هغه ټپيان جنګیالي چې ټپونه يې زيات وي، او نور د جګړې توان هم نه لري، او د کوم خاص کمال خاوندان هم نه وي، او دوی ورسره مصروفيږي، د داعش له لوري وژل کېږي.
 
د یادولو ده، چې له درو ورځو راهیسې د عراق فلوجه ښار ته عراقي امنیتي ځواکونه ننوتي دي، او د داعش پر مراکزو یې بریدونه پیل کړي دي، چې ګڼې سیمې یې بېرته ترې خپلې کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button