کلیمه داره\بلېنډه بدرۍ

کابل ټکی کام ۱۰غبرګولي/۱۳۹۵، بلېنډه بدرۍ
د اظهار مې ستا په لور ځي اراده په بیړه بیړه
لکه درومي تر ساحله چې څپه په بیړه بیړه
نو تر غوږ به یې زګېروي وي، اخ څوک ژڼی به زخمي وي
یو څو دنګو بهر یووړه، چې ډېوه په بیړه بیړه
د تندي کلیمه داره رانه ورکه ده ماشومه
هله وکسه پسې لاره او چینه په بیړه بیړه
ګل یې پټ تر پلو لاندې دنګه ونه تکه سپینه
خدایزده څوک وه، چې به چېرته داسې تله په بیړه بیړه
ها ماشوم تړلی بم وو، زه پرې هله شومه پویه
چې یې ښکل کړه، په لاسونو بلېنډه په بیړه بیړه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button