شهيد امير المؤمنين د تاريخ په ټنډه بل ځلانده ستوری

لیکوال: فاتح افغان

په جهاد او شهادت موږ داسې عقيده لرو، چې ټول ژوند بايد په جهاد او له باطل سره په مبارزه کې تېر کړو؛ او د ژوند تر ټولو ستره ارزو مو شهادت ده. ځکه مو وياړلی تاريخ د شهادت له حماسو نه ډک دی.

موږ تل خپل دين، تاريخ، خپلواکي، ابرو او عزت د خپلو وينو په قېمت تاند ساتلي دي، دې ګلونو ته مو سيندونه-سيندونه تکې سرې اوبه ورکړې دي؛ تر څو مړاوي نه شي. خو هغه څه چې د تاريخ په ټنډه يې څرک ډېر کم ليدل کېږي، او په داسې سپېڅلي بهير کې يې د صحابه کرامو له زمانې وروسته د تاريخ په اوږدو کې ساری نه ليدل کېږي؛ هغه په يوويشتمه پېړۍ کې د اسلامي امت د غيرتي اميرالمؤمنين شهادت ده.

د لومړي ځل لپاره هغه وخت د تاريخ په تندي د اميرالمؤمنين شهادت ثبت شو، چې د اسلام دوهم ستر خليفه اميرالمؤمنين حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په لمانځه ولاړ د مدينې د حرم په محراب کې په زهر لړلي خنجر و وهل شو، له هغه وروسته بيا هم دا وياړ د نبي کريم صلی الله عليه وسلم درېيم يار او د اسلام درېيم خليفه اميرالمؤمنين حضرت عثمان رضي الله عنه وګاټه؛ چې د قران کريم د تلاوت په حال کې په شهادت ورسېد. درېيم ځل هم دا وياړ د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د کاکا زوی او د اسلام څلورم خليفه اميرالمؤمنين حضرت علي کرم الله وجهه  ته نصيب شو، چې مسجد ته پر لاره شهيد کړای شو.

څلورم اميرالمؤمنين چې دا تاريخ يې په خپلو وينو سره وليکه، حضرت عبدالله ابن زبير رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د خوښينې حضرت اسماء رضي الله عنها زوی او د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه لمسی و؛ چې د مکې د حرم په منځ کې په غشو سوری-سوری شو.

له دې مبارکانو وروسته چې کوم ستر اسلامي خلافتونه را منځ ته شول لکه: اموي، عباسي، او داسې نور، په دې ټولو کې تقريباً ملوکيت په خلافت باندې برلاسی و، او نه يې د داسې کوم سپېڅلي شهادت يادګار د تاريخ پاڼو ته سپارلی، چې د ملوکيت په اختيارولو سره په خلافت او شهادت دواړو کې له راشدينو وروسته پاتې شول؛ البته اسلام ته يې ستر خدمتونه کړي دي.

خو د عثماني خلافت له پرزېدو وروسته، چې د اسلامي امت د هيلو ډېوې په ګل کېدو وې؛ د اول ځل لپاره د نړۍ په يوه څنډه کې له يو فقير مزاجه طالب سره د خلافت فکر پيدا شو، چې کتاب يې بند او له حجرې نه را ووت تورې ته يې لاس کړ ان تر دې، چې د اسلامي نړۍ پر افق وځلېد، له کلونو اسلامي خلافت وروسته دې فقير مزاجه امير المؤمنين د خپل رب د لقاء په تکل د عقبی غېږې ته پنا يووړه، او د لومړي ځل لپاره د راشده خلافت سنت را ژوندي شول او د ملوکيت مفکوره په لته ووهل شوه؛ چې هغه د خلافت منصب ته د عاليقدر اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور انتخاب و.

وروسته له دې چې منصور صيب د مسلمانانو امير شو، نړۍ ته يې خپل شجاعت، غيرت، اتلولي، تدبير او خپله هر اړخيزه پوهه په ډآګه کړه، ځکه د کفارو لپاره ډېر مطلوب شو؛ او په ډېر کم وخت کې يې يوه سالمه او ټولمنلې رهبري را منځ ته کړه، چې د ټولې کفري نړۍ خوبونه يې نا ارامه کړل، چې بالاخره يې د نړۍ د تاريخ په ټنډه د صحابه کرامو له دورې وروسته د اولين ځل لپاره د اسلامي افغانستان په ګلابي غېږ کې خپل نوم د مسلمانانو د اميرانو د شهادت په پنځم قطار کې ليک کړ؛ او د يو جهادي سفر په اوږدو کې د امريکې د پرمختللې ټکنالوژۍ ښکار شو.

انا لله و انا اليه راجعون.

دلته يو ځل بيا د راشده خلافت يادونه را ژوندي شول، چې طالبانو يو ځل بيا خلافت ته خلافت و ويل، چې يو داسې څوک يې د دې منصب لپاره انتخاب کړ، چې وړتيا يې لري.

زموږ دا وياړونه بس دي، دښمنان تل پرې زورېږي، او تل دې سرټيټي وي، او مسلمانان دې تل پرې وياړي او تل دې سر لوړي وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button