پکتیکا: د زیړوک ولسوالۍ د طالبانو له لوري محاصره ده

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی۱۱ عبدالهادي همت

د پکتیکا ولایت د امنیت امر سمونمل عبدالرووف مسعود شمشاد تلویزیون ته ویلي: د زېړوک ولسوالۍ ودانۍ له تېرې شپې راهیسې له څلورو خواوو څخه  د سلګونو طالبانو لخوا کلابنده شوې او په سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

سمونمل عبدالرووف مسعود وايي: د دواړو خواو ترمنځ جګړه د سهار له لسو بجو راهیسي سخته شوې ده. د نوموړي په خبره، په روانه جګړه کې تراوسه یوازې یو پولیس ټپي شوی خو ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بلخوا د سیمې خلک وايي، د جګړې له پیله تر اوسه د زېړوک ولسوالی لویې لارې تړلي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، خو امنیه قوماندانۍ ډاډ ورکوي، چې د تازه دمو سرتېرو په ورسېدو سره به لارې پرانیستل شي. طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button