خوږیاڼو کې د قومندان په شمول څلورو محلي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۳ عبدالهادي همت
پېښه بیګا ماښام د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې د محلي پولیسو قومندانۍ کې دننه د یوه تکتیکي چاودنې په توسط رامنځته شوې، چې په کې درې محلي پولیس ووژل شو او قومندان محمد زمان سخت ټپي شو.
د پېښې له ځای څخه زمونږ خبریال کابل ټکی کام ته وویل چې قومندان محمد زمان په ټپي حالت کې د جلال اباد ښار صحت عامې روغتون ته ویوړل شو. نوموړي زیاته کړه چې ځايي طالبانو د یاد برید مسوولیت منلی او ګواښ یې کړی چې د نفوذي مجاهدینو له لوري به نور ورته بریدونه هم وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې هم د یادې ولسوالۍ د محلي پولیسو عمومي قومندان سرجنګ په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.
حکومتي چارواکو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.



