د حضرت عثمان (رض) د شهادت قصه دریمه برخه

راټولوونکی: صفي الله رائد .
– د حضـــرت عثمان خوب لیدل،
کوم وخت چې د حضرت عثمان (رض) دشـــهادت وخت رانېږدې شو،حضرت عثمان خوب ویني،خوب کې محمد مصطفی (ص) ګوري، ورسره ښي طرف ته ابوبکر صدیق ناست ده، ګس طرف ته عمر فاروق ناست ده، رسول الله (ص) عثمان (رض) ته وایې: عثمان ډیرې روژې دې ونیولې ،نن به ستا روژه ماتی زمونږ سره وي.
حضرت عثمان چې کله له خوب نه رابیدار شو،پوه شو،چې زما د شهادت وخت رانېږدې شوی ده، تر وړاندې حضرت عثمان لنګ تړلو،پدې ورځ یې پرتوګ واغوستو، ددې لپاره چې دشهادت وخت کې اوړم را اوړم، چې بدن مې ښکاره نه شي، ولي چې ماته پیغمبر (ص) کامل الحیاء ولا لقب راکړی ده، او خپل شل غلامان یې راوغوښتل، او شل واړه یې ازاد کړل،او په تلاوت باندې مصروف شول،حضرت عثمان د شهادت په انتظار ده.
هغه وخت رانېږدې شو چې عثمان یې انتظار کوي،
باغیانو دیوال باندې ورټوپ کړه، په حضرت عثمان باندې یې حمله وکړه، عثمان په تلاوت باندې مصروف ؤ،یو ظالم په حضرت عثمان باندې د اوسپنې ګوزار وکړ، او حضرت عثمان د واه واه اوآوزونه کوي.
دحضـــرت عثمان ترانه.
حضرت عثمان د هر ګوزار سره وایې: بسم الله توکلا علی الله، بسم الله توکلت علی الله، یو بل ظالم دویم ګوزار په حضرت عثمان وکړ، دحضرت عثمان دسر نه دوینو فواري شوروع شوي، یو بل بدبخته لعنتي د حضرت عثمان په سینه کیناسته، هغه ظالم حضرت عثمان په نیزو وواهه، نهه زخمونه یې دحضرت عثمان په وجود باندې جوړکړل، یوبل کس په حضرت عثمان باندې د تورې ګزار وکړ، دهغې تورې ګزار ته دهغه بي بي نائلې لاس ونیوه،دهغې دلاس درې ګوتې پریک شوي، حضرت عثمان په زخمي حالت کې ظالمانو ته وایې: او ظالمانو چیرته هم یو غیرتي او نر کس په ښځې باندې ګزار نه کوي.
دحضرت عثمان مخې ته قران کریم ایښی و، دحضرت عثمان دسر وینه په هغه قرآن تویه شوي وه،په دې آیت تویه شوي وه،{فسیکفیکهم الله وهو السمیع العلیم} ،خدای ستا لپاره کافي ده،هغه اوریدو والا ده،هغه په هرڅه ښه عالم ده. یو بل ملعون او بدبخته غافقي هغه قران په لغته وواهه،کوم قران چې دهغه مخې ته پروت ؤ او پاره پاره شو.
حضرت علي حسنین ووهل.
کله چې علي کرم الله وجه راغی او دا حال یې ولید، حضرت حسن او حضرت حسین چې دحضرت عثمان دکور په دروازه کې پیره داران و، حضرت علي ووهل، ورته وایې: څنکه تاسو دلته ولاړ یاستئ او عثمان یې درنه قتل کړ.
باغیان بیا اعلان کوي،
دعثمان جنازي اوچتېدو ته اجازت نشته، که چاد عثمان جنازه اوچته کړه،مونږ به هغه ته سخته سزا ورکو، دحضرت عثمان جنازه همداسې پرته ده، دري ورځې د عثمان جنازه همداسې پرته ده.
باغیانو د حضرت عثمان جنازې ته اجازت نه ورکاو،
د پیغمبر ص بي بي د حضرت معاویه خور، حضرت بي بي ام حبیبه جلال کې راغله، دمسجد نبوي دروازې ته راغله، اعلان کوي، ای باغیانو!
زه د رسول الله زوجه یم، زه نن تاسو ته وارننګ درکوم، دې نه پس که چا دعثمان جنازه ایساره کړه، زه به په خپله دهغوی مقابله وکړم.
دحضرت عثمان جنازه یې چې کله واخیستله نو باغیانو هغه په کاڼو (تیګو) ویشتله،باغیان په لارو او کوڅو کې، او په بامونو پټ ولاړ ؤ،او دحضرت عثمان جنازه یې په تیګو ویشتله،
دحضرت عثمان جنازه روانه ده،کرا کرا دروضي اطهر نه تېرېږي، جنت البقیع ته روان ده،
په رېښتیا چې جنت ده، تقریبا لس زره جنتیان پکې آرام کوي، جنت البقیع ته جنازه راورسیده، او حضرت عثمان (رض) یې هلته دفن کړ.
دحضرت عثمان قبر نه لږ هاخوا به بل قبر په نظر درشي، هغه د رسول الله (ص) د رضاعي مور حلیمه سعدیه قبر ده،
د باغیانو مخ به دلته هم تور وي، ځکه چې حضرت عثمان به په ورځ د حشر د رسوال الله(ص) له رضاعي مور سره یو ځای راپورته کېږي.
الله دې مونږ ته هم د حضرت عثمان مینه په پوره توګه رانصیب کړي،او الله دې مونږ ته دهغه شفاعت رانصیب کړي. آمین.



