لمونځ څرنګه اداء کړم؟ (دولسمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د تلويزيون او راډيو اذان ته ځواب ورکول

پوښتنه : په تلويزيون او راډيو باندې چې کوم اذان واوريدل شي آيا هغه د اذان ځواب ورکول کيدلاى شي؟.

ځواب : په تلويزيون او راډيو باندې کيدونکى اذان اذان نه دى، بلکې د اذان آواز دى، کوم چې ټيپ شوى دى او د اذان په وخت هغه تيپ چالان کړى شي، له همدې امله هغه د اذان حکم نلري، لهذا د هغه ځواب هم سنت نه دى ([1]).

د هيضه ناروغۍ په حالت کې اذان کول بدعت دى

پوښتنه : نن صبا دا اذانونه کوم چې د موجوده وبائي ناروغيو هيضه او نورو د خپريدو له امله کيژي آيا په حنفي فقه کې دا روا دي او که نه؟.

ځواب : دا بدعت دى، ځکه چې د عامو ناروغيو په وخت کې اذان کول له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه او د سلف صالحينو له اقوالو او افعالو څخه ثابت نه دى ([2]).

په اور ګاډي کې د هر لمانځه لپاره اقامت ضروري دى

پوښتنه : په اور ګاډي کې د سفر پر مهال د لمانځه لپاره اذان کيژي، پنځلس شل يا ېيات مسافر وي، درى يا څلور ملګري يو ځاى جماعت کوي، په همدې ډول له يوه بل وروسته څو جماعتونه کيژي، آيا د هر جماعت لپاره اقامت ويل ضروري دي؟.

ځواب : د هر جماعت لپاره اقامت ضروري دى ([3]).

لوڅ سر د اذان کولو حکم

پوښتنه : که يو څوک لوڅ سر اذان کوي آيا دا صحيح دى او که نه؟.

ځواب : اذان کيژي، مګر بهتره دا ده چې په سر باندې پګړۍ يا خولۍ په سر کړي بيا اذان وکړي او په اينده کې له داسې کولو ډډه وکړي ([4]).

د ښځې اذان

پوښتنه : آيا ښځه اذان کولاى شي؟.

ځواب : ښځې ته د اذان کولو اجازه نشته ([5]).

د زيات باران وريدو په وخت کې اذان کول

پوښتنه : کله چې باران زيات وريژي نو خلک اذانونه کوي، آيا دا صحيح دى؟.

ځواب : د زيات باران وريدو په وخت کې اذان کول له رسول الله صلی الله عليه وسلم، صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه ثابت نه دى ([6]).

ښځې به اذان ته ځواب څه وخت ورکوي

پوښتنه : آيا ښځو ته هم د اذان ځواب ورکول پکار دي؟.

ځواب : هو ! مګر حيض او نفاس لرونکې به يې نه ورکوي ([7]).

د مؤذن له اجازې پرته د اقامت ويلو حکم

پوښتنه : په يوه جومات کې مؤذن اذان وکړ، د هغه له اجازې پرته اقامت ويل صحي دي او که نه، مؤذن که مستقل وي او که غير مستقل وي يو حکم يې يو دى که جلا جلا دى؟.

ځواب : که چيرته مؤذن موجود وي او د بل کس په تکبير سره هغه خفه کيژي نو د هغه له اجازې پرته دې تکبير نه ويل کيژي ([8]).

د نوي پيدا شوي کوچني په غوژ کې د اذان کولو طريقه

پوښتنه : د نوي پيدا شوي کوچني په غوژ کې د اذان کولو طريقه څه ده؟ يعنې په ښي غوژ کې بشپړ اذان او په چپ غوژ کې اذان سره له اقامت يا په ښي غوژ کې اذان او يوازې اقامت دوه ځلې په چپ غوژ کې ووايي بيا به په ښي غوژ کې بشپړ اذان وکړي؟.

ځواب : لومړى په ښي غوژ کې اذان کيژي، بيا په چپ غوژ کې اقامت، په ښي غوژ کې اذان او په چپ غوژ کې اقامت يو ځل کيژي، دوه ځلې نه کيژي ([9]).

اذان او اقامت د کومو لمنځونو لپاره کيدلاى شي

پوښتنه : اذان او اقامت د کومو لمنځونو لپاره کيدلاى شي؟.

ځواب : فرض لمنځونه په جماعت سره د اداء کولو لپاره اذان کول مستحب دي دا په فتاوى قاضي خان کې ليکل شوي دي، ځينو ويلي دي چې واجب دى او صحيح دا دى چې سنت موکده دى دا په کافي کې ليکل شوي دي، او دا د عامو مشايخو مذهب دى دا په محيط کې ليکل شوي دي، اقامت هم يوازې د فرضو لپاره د اذان په څير سنت دى او په بحر الرائق کې ليکل شوي دي، له پنځو فرضي لمنځونو او د جمعې له لمانځه پرته چې څومره لمنځونه دي لکه سنت، وتر، نفل، تراويح او د اخترونو لمنځونه د دوى لپاره اذان او اقامت نشته دا په محيط کې ليکل شوي دي، همدا ډول د نذر لمانځه، د جنازه لمانځه، د استسقاء لمانځه، د څاښت لمانځه لپاره اذان او اقامت نشته دا په تبيين کې ليکل شوي دي، د کسوف او خسوف لمنځونو هم همدا حکم دى دا د کنز په شرح عيني کې ليکل شوي دي، په ښځو باندې اذان او اقامت نشته، که چيرته دوى په جماعت سره لمونځ کوي نو له اذان او اقامت پرته دې وکړي او که چيرته اذان او اقامت وکړي لمونځ يې کيژي مګر دا ګناه دى دا په خلاصه کې ليکل شوي دي، د مسافر او مقيم لپاره کوم چې په کورونو کې لمونځ کوي د اذان او اقامت کول مستحب دي، په غلامانو باندې اذان او اقامت نشته دا په تبيين کې ليکل شوي دي، له سهار پرته د نورو لمنځونو لپاره له وخت دمخه د اذان کول باالاتفاق جائز نه دي او همدا ډول له وخت دمخه د سهار اذان کول د امام ابوحنيفة رحمه الله او امام محمد رحمه الله په نزد جائز نه دي، که له وخت څخه دمخه وکړى شي نو د وخت له داخليدو وروسته بيرته راګرځول کيژي دا په شرح مجمع البحرين کې ليکل شوي دي کوم چې د ابن الملککي تصنيف دى او په همدې باندې فتوى دى دا په تاتارخانيه کې په دليل سره نقل کړى شوي دي ([10]).

معذور په ناسته اذان کولاى شي

پوښتنه : زيد په پښو باندې معذور دى دريدلى نشي، آيا د زيد لپاره په ناسته اذان کول او تکبير ويل روا دي او که نه؟.

ځواب : د غير معذور لپاره په ناسته اذان کول مکروه دي، د عذر په وخت کې ګنجايش شته دى ([11]).

مؤذن څه ډول سړى پکار دى

پوښتنه : د ناپوه، ژيرې کونډى کونکي او فاسق سړي په مؤذن جوړيدو کې څه خبره شته که نه؟.

ځواب : د پوه، نيک، پرهيزګاره او عالم سړي مؤذن جوړيدل پکار دي، د فاسق اذان مکروه دى، لهذا د ناپوه، د ژيرې کونډى کونکي، د فاسق او فاجر سړي مؤذن جوړول نه دي پکار ([12]).

مؤذن په اذان مزدوري اخيستلاى شي که نه

پوښتنه : د مؤذن لپاره په اذان باندې مزدوري اخيستل شرعا روا دي او که نه؟.

ځواب : که چيرته ضرورت نه وي نو بهتره دا ده چې مؤذن په اذان باندې مزدوري وا نه اخلي او که چيرته يې د خپل ځان او اهل او عيال د ډوډۍ او نفقه کوم انتظام نه وي بيا مزدوري اخيستلاى شي، د همدغې مزدوري اخيستلو با وجود د اذان ثواب هم ورکول کيدلاى شي، په دې شرط چې اذان د ثواب په نيت سره وکړي ([13]).

د جومات مؤذن څه ډول سړى پکار دى

پوښتنه : په يوه جومات کې يو سړى له ډير وخت راهيسې اذان کوي، مګر يو شمير عادتونه يې له شريعت سره برابر نه دي، قمار باز دى، د شرابو جوړونکى دى او د سينما کتونکى دى، آيا داسې سړى مؤذن جوړيدلاى شي که نه؟ د داسې سړي متعلق شرعي حکم څه دى؟.

ځواب : په ذکر شويو صفتونو سره متصف مؤذن فاسق دى او د فاسق سړي مؤذن جوړول منع دي ([14]).

د شيعه ګانو اذان ته ځواب ورکول څنګه دي

پوښتنه : د شيعه ګانو اذان ته ځواب ورکول څنګه دي؟.

ځواب : د شيعه ګانو اذان ته ځواب ورکول نه دي پکار ([15]).

د اذان په وخت کې اودس کول څنګه دي

پوښتنه : اذان شروع دى نو په داسې وخت کې اودس کول څنګه دي؟ يو شمير خلک وايي چې چوپ کينه چې اذان وکړى شي بيا اودس وکړه؟.

ځواب : که په وخت کې ګنجايش وو نو د اذان ځواب دې ورکړى شي بيا دې اودس وکړى شي او که چيرته په وخت کې ګنجايش نه وو نو بيا د اذان په حالت کې د اودس په کولو کې کومه خبره نشته ([16]).

 

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣٠٩، بحواله : البدائع الصنائع، ج : ١، ص : ١٥٠، کتاب الصلوة، فصل في بيان سنن الاذان.

([2]) خير الفتاوى، ٢ : ٢٠٠، بحواله : فتاوى دارالعلوم، ج : ٢، ص : ٨٤، وفتاوى امداديه، ج : ١، ص : ١٠٨.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣١٥، بحواله : البحر الرائق، ج : ١، ص : ٣٧٠.

([4]) خير الفتاوى، ٢ : ٢٠٠، استاذ العلماء حضرت مولنا خير محمد جالندري.

([5]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣١٦، بحواله : الجوهرة النيرة، ص : ٤٤، کتاب الصلوة، باب الاذان، شرح مختصر الطحاوي، ج : ١، ص : ٥٦٣.

([6]) خير الفتاوى، ٢ : بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٣٥٨.

([7]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣١٧، شامي، ج : ١، ص : ٣٩٦، کتاب الصلوة، باب الامامة.

([8]) خير الفتاوى، ٢ : ٢٠٩، بحواله : درمختار علي الشامية، ج : ١، ص : ٣٦٧.

([9]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣١٧، بحواله : مرقاة شرح المشکوة، ج : ١، ص : ٤١٤، باب الاذان، الفقه الاسلامي وادلته، ج : ٣، ص : ٦٤٠.

([10]) فتاوى هنديه، مشهوره په فتاوى عالمګيري، ١ : ٢٦٠.

([11]) خير الفتاوى، ٢ : ٢١٤، بحواله : الهندية، ج : ١، ص : ٢٨.

([12]) فتاوى رحيميه، ٤ : ٩٠، بحواله : فتاوى عالمګيري، ج : ١، ص : ٥٣، الباب الثاني في الاذان، الفصل الاول في صفة المؤذن.

([13]) خير الفتاوى، ٢ : ٢٢٢، بحواله : درمحتار، شامية، ج : ١، ص : ٢٨٨.

([14]) فتاوى رحيميه، ٤ : ٩٠، فتاوى عالمګيري، ج : ١، ص : ١٥٣، الباب الثاني، الفصل الاول في صفة المؤذن.

([15]) خير الفتاوى، ٢ : ٢٢٨، استاذ العلماء حضرت مولنا خير محمد جالندري .

([16]) فتاوى رحيميه، ٤ : ٩٦،  حضرت مولنا مفتي سيد عبدالرحيم صاحب لاجپوري  .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button