په نړۍ کې ترټولو د زياتو سپرليو وړونکی سرويس

کابل ټکی کام ۱۴غبرګولي/ ۱۳۹۵، نادرشاه خاکسار
چاپان په نړيواله کچه د وړو موټرو او لو يو سپرليو وړنکوسر ويسونو شهرت لري افغانستان يو وخت برقي سرويسونه درلودل چې په داخل د ښار کې ېې ښاريانوته ترڅه اندازي ستونزي راکمي کړې وې خو په افسوس سره دبهرنيويرغلګرو او کورنيوچپاولګرو په جنګونوکې بسونه ، برقي تارونه او برقي پاېې ټول دکباړ په توګه وپلورل شول .
امريکا،برتانيه ، فرانسه ،روسيه او جاپان هرکال د نوو موټرو دجوړولو سيالي ترسره کوي هر هېواد غواړي په نوې او اسانه کم لګښته توګه موټرې مارکيټ ته وړاندې کړي .
دموټرجوړونې پدې سيالۍ کې چين يوډول په نړۍ کې ترټولو لوې اودزياتو سپرليو ځاييدونکى بس سرويس جوړکړى چې که هرڅو په ښارونوکې دموټرو او انسانانو شمير زيات وي ددې بس سرويس په ګرځيدو سره سرک نه بنديږ ي .
دچين يوې د(ترانزيټ ايل يونايټيډ )په نامه موټر جوړوونکې کمپنئ يوبس سرويس جوړکړي چې تر١٢٠٠سوو پورې سپرليودسفر زمينه پکې برابره شوي ده .
دابس سرويس هوايي پل وزمه جوړشوي دي چې کټ مټ دهوايي پل په څيردى .
که په ښارکې دموټرو شمير زيات هم وي نور واړه او غټ موټر ددې بس سرويس ترسيني لاندي په اسانئ سره تيريداى شي .
لکه دپل ديوې پاې په څيرېې لومړي دوه ټايرونه ا وبلې پايې په څيرېې وروستي دوه ټايرونه کارکوي په منځ کې نورو موټروته دتګ راتګ اسانتياشته . دابس سرويس که په يوه تمځاې کې ولاړ وي ترسينې ېې نورموټر تيريداې شي اوکه روان ېې په ښارکې دکرار تلو په صورت کې هم نورموتر ترې لاندي په کم وخت کې تيريداې شي
دچين د يادې کمپنۍ رئيس ويلي چې په راتلونکي کال کې به داپه نړۍ کې ترټولو لوې بس سرويس مارکيټ ته وړاندې کړل شي



