کابل ټکی کام فرید احمد
امریکايي مشهور سناتور جان میکن د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اورلانډو په حمله کې مسؤلیت مستقیماً اوباما ته متوجه ده او ددې حملې مسؤل خپله اوباما ده. خو وروسته نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و چې خوله یې غلطه شوې ده.
نوموړي له خبریالانو سره د خبرو په دوران کې وویل، «ددې حملې مسؤل مستقیماً اوباما ده، ځکه چې هغه وخت کله چې ټول عسکر یې له عراق څخه وایستل، القاعده سوريې ته ولاړه، او په داعش باندې بدله شوه، او داعش نن تاسو ګورئ، د بارک اوباما له ناکامیو څخه مننه کوم…یوه داسې ناکامي چې له عراق څخه یې ټول کسان وایستل، فکر یې جوړ کړ چې جګړه ختمه شوه ځکه باید ووځئ. نو مسؤلیت ټول اوباما او دده پالیسیو ته راجع دی.»
خو وروسته مېکن وویل چې دی غلط شوی دی، اوباما یې مستقیماً مطلب نه و، بلکې د هغه پالیسۍ یې یادولې.
دده له وینا څخه وروسته په سنا کې د اقلیت د مشر هري رېډز ویاند سمدلاسه دده خبرې غندلې او ویلي یې دي چې پدې سره میکن وښودله چې جمهوري غوښتونکي سناتوران د ټرمپ حلقه بګوش غلامان دي.
په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو او ډيموکراتانو ترمینځ انتخاباتي سیالۍ په سیاسي او فزیکي جګړو اوښتې دي چې د امریکا اقتصاد ته یې پوره ضربه ورکړې ده.

















