یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

افغان کډوال: د پاکستان او افغانستان شریکې ګټې!

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
جون 17, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
12
ځلې شریک شوی
155
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: شبیر احمد عثماني

ماته را یاد دي چې کله په افغانستان کې په ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه نیټه افغاني کمونستانو( خلقیانو+ پرچمیانو) د سردار محمد داود په جمهوري حکومت کودتا وکړه او دوی ورته د خلقو د انقلاب نوم ورکړ په هیواد کې د بې ځایه بې محکمو قتلونو د دیني علماؤ ، متدینو پوځي افسرانو او قومي مشرانو بې دریغه اختطاف او وژنو لړۍ پیل شوه افغانان مجبور شول چې له هیواده هجرت وکړي، پاکستان او ایران ته د کډوالو بهیر پیل شو خو پاکستان او ایران دواړو نه غوښتل چې افغان مهاجر پخپل هیواد کې وزغمي ځکه چې دا یې پخپل اقتصاد یو دروند پیټی باله او ددې سره – سره یې د ګڼوامنیتي ستونزو اندیښنې هم انګیرلې.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

هغه وخت په کوزه پختونخوا کې د پاکستان مذهبي سیاسي ګوند جمعیت العلماء اسلام فدرالي حکومت منتخب شوی و او اعلی وزیر یې مفتي محمود و چې اوس یې مولانا فضل الرحمن جانشین دی.

مفتي محمود چې آره د افغانستان د غزني ولایت څخه و خو لا ډیر وړاندې په پاکستان میشت شویدی – د پاکستان مرکزي حکومت ته پدې الفاظو وویل: افغانان مسلمانان او زمونږ وروڼه دي دا چې نن پر دوی سخته راغلي باید مونږ پخپله غیږه کې ځای ورکړو- د انګریزانو په لاس راکښل شوي کرښې مونږ هیڅکله هم نشي سره بیلولی، داسلام او پښتونولۍ په اساس دا د افغانانو پر مونږ حق دی.

په ایران کې هم د خمیني په مشرۍ په اصطلاح یو اسلامي انقلاب راغی هغوی چې له امریکا نوي آزادي ترلاسه کړي وه خو د کمونستي ایدیالوژي او د وخت شوروي اتحاد څخه یې درنه اندیښنه درلوده. نو مجبورا یې افغان مهاجرینو ته خپله غیږه خلاصه کړه، اتفاقا د شوري اتحاد او امریکا ، نیټو او سینټو ترمنځ سړه جګړه خپل اوج ته رسیدلي وه دا بحث اوږدیږي نو ځکه دلته پردې نورې خبرې نه کوو.

راځو دیته چې افغانانو ته د ملګرو ملتونو تر څنګ امریکا او متحدینو یې د مرستې ورکولو لاس وراوږد کړ او  د پاکستان او ایران له لارې یې د نقدي مرستو ترڅنګ افغان مهاجرینو ته طبي ، خوراکي او پوځي توکي ورکول پیل کړل.

په ډیر لنډ زماني واټن کې پنځه ملیونه افغانان پاکستان یو لک شاوخوا امریکا او اروپا او درې ملیونه ایران ته مهاجر شول.

دافغان کډوالو سره له دې مرستو نه ایران او پاکستان دواړو په عظمي ډول ګټه پورته کړه – هم یې خپلې پوځي ادارې مضبوطې کړې او هم ملکي. د مرستو ډیره برخه یې په یو او بل نوم د ځان پرخوا ورماته کړه. چې دادی نن یې وینو پاکستان او ایران دواړه په هستوي قدرتونو بدل شول خو سرونه کورونه او هیواد دافغانانو تباه او برباد شو. مګر ستر پراختیا غوښتونکی یرغلګر قدرت (شوروي اتحاد) یې رانسکور کړ.

د څوارلس کلن بریمن جهاد او مقاومت وروسته غوڅ اکثریت افغان مهاجر علاقمند و چې خپل هیواد ته ستانه شي او د خپل هیواد په بیا رغونه کې مهم رول ولوبوي، یو شمیر یې هیواد ته ستانه شول مګر د خپل منځي جنګونو او ملوک الطوائفي له امله  دا بهیر پڅ شو، په ۱۹۹۴ کلونو کې چې طالبان واکمن شول یو شمیر مهاجرین بیا هیواد ته ستانه شو خو د دې سره یو زیات شمیر هغه هیوادوال چې د کمونستانو په حکومتونو یې دندې اجراء کړي وې په عیاشیو روږدي  او د طالبانو سره عقیدتاَ جوړ نه و هم له هیواده ووتل نو بیا هم د مهاجرینو په ستنیدو کې کوم پرمختګ ونشو ګټه او تاوان سر په سرشو.

خو کله چې امریکایانو پر افغانستان پوځي یرغل وکړو- امریکا او نورو اروپایي هیوادونو سلګونه زر ګونه ملیونه ډالره مرستې اعلان کړې نو ډیری مهاجرینو دا فکر کاوه چې دادی په هیواد کې مو اقتصادي غوا لنګه شوه د یونسیار په مرسته دوه ملیونه افغانان د پاکستان، اروپا ، ایران او امریکا څخه بیرته هیواد ته ستانه شول. خو ډیر وخت نه و تیر شوی چې د مهاجرینو ګمانونه په سراب بدل شول په هیواد کې د ننه د دوی لپاره هیڅ کوم خاص پروګرام جوړ او پلی نشو، په ټولو ولایاتو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شول . هیواد ته د کډه شویو هیوادوالو په لیدو په پاکستان او ایران کې میشتومهاجرینو پښه ونیوه او په ایران او پاکستان کې یې خپل ژوند غوره وباله.

ایراني حکومت د مهاجرینو کمپونه وتړل او یا یې تر سختو قیوداتو لاندې راوستل انتهایي زشت چلند یې ورسره وکړ خو بیا هم مهاجرین په ایران کې شته.

پاکستان هم د مهاجرینو ستر کمپونه لکه عیسی خیل ، کچه ګړۍ ، ضاخیل، مانسهره ، هریپور او کویټې پر خوا…… ټول وتړل او مهاجرین مجبور شول چې سترو ښارونو او یا قبائلي سیمو ته کډه شي.

په اوسني وخت کې په پاکستان کې درې ملیونه افغانان ژوند کوي چې شپاړس لکه یې قانوني اسناد لري خو څوارلس لکه افغانان بې له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي. پاکستاني پولیس هره ورځ پدې پلمه چې ګویا قانوني اسناد نلري افغانان نیسي، پیسې ترینه اخلي، زندانونو ته یې وړي او بیا یې په ډیورین کرښه اړوي خو لا پولیس خپلو ځایونو ته نه وي رسیدلي چې افغانان بیرته خپلو کورونو ته ځانونه ورسوي. ځکه دوی په پاکستان کې د کاروبار لپاره زمینه سازي کړي او په پاکستان کې له افغانستانه ورته ژوند آسان او ښیرازه دی.

اوس خبره داده چې ولې پاکستان د کډوالو افغانانو په بیرته تلو ډیر اسرار نکوي ګټه یې څه ده ؟ او که کوم وخت  دافغان کډوالو د بیرته تلو خبره کوي کوم اهداف لري؟!

یوه وجه خو یې داده چې په افغانستان کې حالات دومره خراب دي چې نه خو افغان حکومت دا غواړي چې پداسې وخت کې خپل افغان کډوال هیواد ته راوغواړي ، سنبالښت یې نشي کولی او نه هم پاکستان د دې کډوالو څخه د سیاسي ګټې له اخیستو ډده کوي ډیر ځله یې پر افغان حکومت د سیاسي فشار د آلې په توګه کاروي. بله مهمه خبره ده چې د پاکستان پر اقتصاد د افغانانو ژور اغیز پروت دی.

د بیلګې په توګه : اول – په پاکستان کې نه ویشت په سلو کې ۲۹٪۱۰۰ سرمایه د افغان کډوالو ده – که افغان کډوال دا سرمایه له پاکستانه خپل هیواد ته نقل کړي په پاکستان کې یو داسي اقتصادي بحران رامنځته کیدای شي چې پاکستان به یې تشه زر ډکه نکړای شي او له سختو ستونزو سره به مخامخ شي.

دویم – که په اوسط ډول یوه کورنۍ لس تنه غړي ولري نو درې لکه کورنۍ کیږي – له دې درې لکه کورنیو څخه چې غوڅ اکثریت یې د پاکستانیانو په کورونو کې په کرایه ژوند کوي له پنځه زره نیولي تر پنځوسوزرو روپیو پورې کرایه ورکوي خو که زیات یې د کمو کرایه ورکوونکو څخه وشمیرو او د هر کور کرایه په میاشت کې لس زره پاکستانۍ روپۍ اټکل کړو نوپه میاشت کې دیرش زره لکه روپۍ د افغان کډوالو له جیب نه د پاکستانیانو جیبونو ته ځي. همدغه راز که د یوې کورنۍ د ګیس او بجلۍ میاشتینی بِل کم ازکم ۲۰۰۰ دوزره روپۍ اټکل کړو نو هره میاشت  شپږزره لکه روپۍ د پاکستان بودیجې ته د افغان کډوالو لخوا درومي. دا چې د افغانانو له سرمایې څخه په میاشت کې څومره محصول پاکستاني ګمرکاتو ته ځي زه خپله نه پوهیږم خو فکر کوم چې د پورتني حساب دوه یا درې برابره به وي. دا چې څومره پاکستاني ډاکتران او شفاخانې ، تراسپورټ او نور… له افغان کډوالو څخه ګټه ترلاسه کوي دا یې نو خپله وارزوئ.

خو له دې ټولو پرته ویلی شوچې پاکستاني حکومت او خلکو ته هره میاشت په اوسط ډول پنځوس زره لکه روپۍ د افغان کډوالو لخوا ګټه رسیږي.

اوس راځو دې ته چې د دومره لوی شمیر هیوادوالو لپاره ولې پلان ګذاري نه کیږي آیا دا کوم ګران کار دی؟

زما په خیال هیڅ کوم ګران کار ندی ، که د هیواد په بیلو بیلو ولایتونو کې دښتې تر نظر لاندې تیرې کړو افغانستان دومره دښتې لري چې د دې لس برابره زیات خلک ځایولی شي او ستر اقتصادي پلانونه پکې تطبیق کیدلی شي. چې پدې صورت کې به هیڅ افغان کډوال کوم شکایت ونلري.

د افغانستان اوسني خزانه اووه ملیارده ډالره ده، که یو ملیارد ډالر یې د کډوالو لپاره یواځې د کورونو پر جوړولو مصرف شي نو هر افغان کډوال به د یو پنځه بسوې پاخه کور او لس جریبه ځمکې مالک شي او یو ملیارد دالر ورته په شفاخانو مکتبونو، ښارګوټو او د اوبو په سیستم مصرف شي نو له یو کال وروسته به د خوراکي ، طبي او نورو لارو څخه له څلورو ملیاردو ډالرو څخه زیات مالیات د حکومت بودیجې ته تللی شي پداسې حال کې به نه د کارونو بیدرکي وجود ولري او نه اقتصادي بحران، دې کې شک نشته چې پدې کار کې به پاکستان هم ډیره ګټه وکړي ځکه چې د بل هر ګاونډي څخه به د پاکستان څخه د موادو انتقال هم آسان او هم ارزان تمام شي او پاکستاني زرګونه فابریکې چې اوس ځای پرځای ولاړې دي په افغانستان کې ښه مارکیټ ولري او پاکستاني حکومت ته به د دغو فابریکو د موادو څخه دومره ګمرکي عوائد ترلاسه کړي چې د افغان کدوالو د سرمایې د انتقال ټوله تشه ډکولی شي.

پدې کار سره به د افغانستان او پاکستان دواړو هیوادونو لپاره ډیره ګټه وي. دواړه هیوادونه نور هم داسې اقتصادي پلانونه پکار اچولی شي چې دواړه هیوادونه به پکې آباد او شیرازه وي. خو پدې موجوده مفسدو چارواکو به دا ستر او مهم کار ترسره کول شونی نه وي بلکې د طالب چارواکو په شان پاک نفسه، قاطع، با احساسه او وطن دوسته خلک ورته پکار دي.

دا چې ما د هیواد د دوه ملیارد ډالره هیوادنۍ بودیجه په لګښت کې وشمیرله نړیوال مرستندویه هیوادونه او خصوصي سکتورونه کولی شي دا لګښت د مرستې او پانګې اچونې له لارې له افغانستان سره ترسره کړي.

چې هغه وخت به  د افغانستان ملي بودیجه هیڅ زیان ونه ویني بلکې اضافي ګټه به ترلاسه کړي.

دا چې پاکستان زمونږ ګاونډي هیواد دی نه مونږ کولی شو له دوی څخه افغانستان پر بله خوا یوسو او ترې لرې شو او نه هم پاکستان کولی شي خپل هیواد زمونږ څخه بل چیرته یوسي – پکار ده ښه دوستانه ګاونډیتوب ولرو.

ځکه زمونږ او ددوی ترمنځ دومره مشترکات شته چې هغه مونږ د نورو ګاونډیانو سره نلرو. او که  یو تربل د دښمنۍ مزي سره کش کړو لکه اوس چې د دښمنانو لخوا پلان شوي او د دښمنۍ اور ته یې په پټه او ښکاره لمن وهل کیږي تر ټولو مونږ ډیر زیانمن کیږو. نو باید د ښه ګاونډیتوب لپاره غوره دیپلوماتیک ګامونه پورته کړو، که مونږ لږ پخپل ګریوان کې وګورو او غوره دیپلوماسي ولرو پاکستان زمونږ ښه دوست کیدلی شي.

د یو آزاد ، آباد او سوکاله افغانستان په هیله

شبیراحمد عثماني  

 

   

مخکینې مطلب

عسکر جانه! تا د پنجابی په نوم څوک وژلي؟

بل مطلب

جان میکن وايي د اورلانډو د حملې مسؤلیت مستقیماً د اوباما پر غاړه ده

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com