
د مصر اخوانیان به تر څو د مظلومیت تریخ ژوند تیروي
ډاکټر آصف
کله چې په مصر کې د الاخوان المسلمون ګوند بنسټ د شهید امام حسن البناء په لاس کیښودل شو نو په ډیر عجیبه ډول یې پیروان ورځ تر بلې په ډیریدو شول آن تر دې چې د مصر ټولو ولایاتو او پرګنو ته یی سرایت وکړ، د مصر مسلمانو خلکو یې ټینګ استقبال وکړ، د دغه خوځښت سیر او حرکت د مصر تر پولو منحصر پاتې نشو بلکه د مختلفو هیوادونو پراخې سیمې یې تر خپلې اغیزې لاندې راوستې چې بالآخره په ټوله اسلامي نړۍ کې یې یو عجیبه انقلاب، بدلون او تغییر راوست، د ټول اسلامي امت مسلمانان یې له درانه خوبه رابیدار کړل، او ظالمو او د مزدورو حکمرانانو پر خلاف یې خپلې مبارزې توندې کړې.
د دغه خوځښت ریښې له مصر نه، اردن، فلسطین، سوریه، عراق، لبنان، کویت، قطر، امارات، پاکستان، افغانستان، تاجکستان، عمان، الجزایر، ترکیه، بنګله دیش، صومال، کردستان،سوډان او نورو لرې پرتو هیوادونو ته وغځیدې.
په ترکیه کې دغه خوځښت دوه ځلې انتخابات وګټل، لومړی ځل چی مشری یی نجم الدین اربکان کوله د پوخ لخوا وټکول شو خو بالآخره اوسني مشر رجب طیب اردګان وتوانیدو چې د ټولو تهدیدونو مخه ونیسی او خپل حکومت په مدبرانه ډول په پښو ودروي، په الجزایر کې یې انتخابات وګټل خو د پوځ لخوا وټکول شول او خوځښت یې نسکور کړای شو، همدا راز په افغانستان کې دغه تحریک پر روسانو او د هغوی پر ګوډاګیانو بریالی شو خو د خپلمنځي اختلافاتو ښکار شو او بالآخر د ناکامۍ په لور رهي شو، همدا سې په ټولو هیوادونو کې دغه خوځښت هاند کوي څو د دعوت له لارې خپله ډله غټه کړي او د انتخاباتو له لارې حکومتدارۍ ته ځان ورسوي، خو تر ټولو زیاته قرباني بیا پخپله د مصر اخوان المسلمون ورکړي، چي بنسټ ایښودونکی امام حسن البناء د مصری حکومت لخوا ترور کړای شو او ورپسې امام سید قطب یې په دار وځړاوه او ورپسې په سلګونو نور مشران او کشران یې هم په دار ځړول شوي دی.
چې بالآخره څو کاله وړاندې د ې۹۰ کلونو مبارزې او دعوت نه ورسته دغه خوځښت وتوانیدو څو انتخابات وګټي او یو کال حکومت هم وکړي خو متاسفانه چې د فوځ لخوا دغه حکومت او دغه تحریک یو ځل بیا نسکور کړای شو چې دادی د درې څلورو کلونو راهیسی د دغه خوځښت یو زیات مشران د مظاهرو پر مهال د پولیسو او پوځ لخوا ووژل شول او په سلګونو زره نور د زندان تورو تمبو ته واچول شول او دادی هره ورځ اورو چې لوړ پوړو بندي مشرانو ته یې د اعدامونو او بندونو سزاګانی اورول کیږي. خو دغه خوځښت لا هم د صبر او استقامت نه کار اخلي، اسلامي امت پوښتنه کوي چې آخر تر څو به دغه خوځښت د دغه ډول مظلومیت شپی او ورځې سبا کوي آیا خدای تعالی نه دي فرمایلي چي:
أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ()الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِم بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ ۗ .
اجازه او امر شوی دی (د وسله وال جهاد ) هغو کسانو ته چې جنګ ورسره کول کیږي ځکه چې په دوی ظلم شوی دی او بی له شکه چې الله تعالی یې په مرسته او بریا قادر دی. هغه کسان چې نا حقه له خپلو کورونو ویستل شوي دی یواځې په دې وجه چې دوی ویلي دي چې زمونږ رب الله دی.



