
لوی امام او د علماؤ پادشاه العز بن عبد السلام
یوه ورځ لوی امام او د علماو پادشاه العز بن عبد السلام په ناببره توګه په قاهره کې د شرابو د پلورنځي د موجودیت په اړه خبر شو نو سلطان نجم الدین ایوب ته ورغی، ګوري چې عسکر یې مخې په کتار ولاړ دي او ګوري چې په دې کی سلطان ډیر په تازه ګۍ کی لکه د اختر د ورځې خپل قوم ته ورووتو ډیر ښایسته او ښه ښکاریدو، نو امیرانو د سلطان مخی ته د ځمکی په مچو کولو پیل وکړ
!! العزبن عبدالسلام دې سلطان ته متوجه شو او په لوړ اواز یې ورغږ کړ، ای ایوبه! خدای ته به څه ځواب وايي کله چې درته ووايي ایا ما تاته د مصر پادشاهي نه وه درکړې او تا پکې شراب مباح ګرځولي وو؟
سلطان وویل آیا دا کار چیرته شوی؟
شیخ ورته وویل هو! نو سلطان وویل ای محترما دا کار خو ما کړی او دا خو زما د پلار د وخت نه راپاتې دی، شیخ وویل: آیا ته له هغو کسانو نه یې چې ویل به یې مونږ خپل پلرونه په دې تګلاره باندی لیدلی دي؟
په دی وخت کې سملاسي سلطان یو لیک واستاوه او دغه شراب پلورنځي یې بند کړ، کله چې شیخ خپلو شاګردانو ته بیرته راغی نو یوه ورنه پوښتنه وکړه چې ای محترما! تا څنګه وکولای شول چې د دې ستر سلطان مخې ته ودریږې او د هغه د امیرانو په مخ کې دې پرې چیغې کړې او اوازونه دې ورته وکړل او بیا دې یواځي د هغه نوم واخیست؟!!
نو شیخ وویل ای بچیه! ما هغه په دومره غټه دبدبه کی ولیدو نو غوښتل مې چې سپک یې کړم دا د دې لپاره چې نفس یې کبرجن نشي او کبر ورته ضرر رسوي، نو شاګرد وویل ای محترما! ته ورنه ونه ویریدې؟
العزبن عبدالسلام مسکی شو او ویې ویل ای بچیه! قسم په خدای چې ما چی کله د الله تعالی هیبت له ځان سره حاضر وګرځولو نو پادشاه مې مخې ته د پیشو په شان ښکاره شوه.



