افغان هوايي ځواک ته ناټو ۵ څرخکې ورکړې

کابل ټکی کام ۳۰ غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د افغان ملي اردو هوايي ځواک ته د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له لورې ۵ څرخکې ورکړل شوي دي.
د غوڅ ملاتړ د ماموریت چارواکو رسنیو ته ویلي دي، چې د افغان ملي اردو هوایي ځواک ته یې ۵ څرخکې ورکړي دي.
دغو چارواکو رسنیو ته د دغو څرخکو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، چې په دغو څرخکو کې ماشینګڼونه نصب دي، او همدا شان توغندي هم ور څخه توغول کیږي.
ده وویل، ورکړل شوې څرخکې هیلې کوپټرونه MD530 ډوله دي.
ویل کیږي، چې افغان امنیتي ځواکونه به دغه څرخکې د دولت د وسله والو مخالفینو پر خلاف په جګړو کې وکاروي.
باید ووایو، د افغان هوایي ځواک ډېری څرخکې په دې وروستیو کې د طالبانو له لورې وغورځول شوې، چې د افغان هوایي ځواک د څرخکو په شمېر کې يې کموالی راووست.
د یادولو ده، چې له دې څخه مخکې امریکا د افغان هوايي ځواک لپاره یو شمېر روسي څرخکې اخیستې وې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button