کابل ټکی کام ۳۰غبرګولي/۱۳۹۵، هلال خاورې
د پاکستاني لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز له بي بي سي اردو سره په مرکه کې ویلي، چې دوی به په خپل حد کې دروازه ورغوي، او د رغونې لپاره له چا څخه اجازې اخیستنې ته اړتیا نه ویني.
سرتاج عزیز د مرکې پر مهال دا خپل حق وبللو چې دروازه به ورغوي، او زیاته یې کړه، دوی د دغې دروازې د رغونې لپاره له هېچا څخه اجازې اخیستنې ته اړتیا نه ویني.
ده وویل، چې دغه دروازه به دوی له صفري نکتې څخه ۳۰ یا ۳۵ متره خپل لوري ته ورغوي، او دغه چاره به روانه وساتي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ اسانه شي.
ده خبردارۍ ورکړ، که د دروازې رغولو پر مهال پرې چا برید وکړ، نو دوی به یې ځواب ووايي.
ده وویل، مونږ په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له افغانستان څخه غوښتنه کړې وه، چې پر پوله اسانتیاوې رامنځته کړو، مګر له هغې خوا څخه ورته په رسمي توګه ځواب نه وو ویل شوی.
سرتاج عزیز وویل، په دغه لاره باندې هره ورځ له ۴۰ تر ۵۰ زرو پورې هر ډول کسان پرته له کومې پوښتنې او خنډه تګ راتګ کوي.
«په دغه لاره باندې د هر ډول خلکو د مخې نیولو لپاره مونږ افغانستان ته په می میاشت کې خبر ورکړی وو، چې د جون له لومړۍ نېټې وروسته به هېچا ته پرته له اسنادو د تګ راتګ اجازه ور نه کړو.»
په دې وروستیو کې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې پاکستاني ځواکونو پر صفري نکتې دروازه رغول غوښتل.
دغو نښتو شپږ ورځې دوام وکړ، چې وروسته له افغانستان څخه پاکستان ته د یوه پلاوي په استولو سره دغه لاره د خلکو پر مخ پرانیستل شوه.
د یادولو ده، دا مهال یوازې قانوني اسناد لرونکي کسان پر دغه لاره اوښتل او را اوښتل کولی شي.


















