طارق فاطمي: پاکستان نور د افغان کډوالو کوربه توب نشي کولی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی۳۰ زرغون خوږیاڼی
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار طارق فاطمي ویلي، چې هېواد یې تر دې وروسته د افغان کډوالو کوربه توب نشي کولای او مونږ غواړو، چې افغان مهاجر په باعزته طریقې سره خپل هیواد ته ستانه شي.
د اکسپرس نیوز اردو ورځپاڼې د راپور له مخې؛ طارق فاطمي ویلي، پاکستان له څو لسیزو را په دېخوا د نږدې درې ملیونه افغان کډوالو کوربه توب کوي، چې تر دې وروسته دوام نه شي ورکولای.
نوموړي زیاته کړې، اسلام اباد نور نه دی، چمتو چې خپله خاوره کې د افغان کډوالو د پاتې کیدو موده وغځوي او په دې توګه خپل قلمرو کې د افغانانو خپل منځي جګړې ته دوام ورکړي، نوموړي له افغان حکومت څخه غوښتي، چې خپله خاوره زمونږ په مقابل کې استعمال نه کړي.
نوموړي ویلي چې د افغان ولسمشر اشرف غني سره به زمونږ هر ډول مرستې دوام وکړي ترڅو د دواړو ملکونو مسئلې د خبرو اترو له لارې هوارې شي.



