جواد څارګر
باروت یې له سینې تاو کړل او نېغ د یرغلګرو په بېس ور روان شو. ذهن یې له نن څخه درې کاله وروسته وخت ته وګرځېد. د فکر ټال هغه صحنه ورمخې ته کړه چې؛
قوي انفجار یې خوب له سترګو والوځاوه، په کټ کې بوڅ کښېناست، پر سینه یې د لېزر تکه سره شعا ولګېده او ورسره سم ږغ شو، ”تاسو د اېتلافي قواوو له لوري محاصره یاست، شور ونخورئ او ټول پر خپلو ځایونو لاسونه پورته کړئ.“
د عبیدالله کشر ورور چې لا یې د عمر نهه پسرلي لیدلي ول، له سختې ویرې کوټې ته منډه واخیسته، له منډې سره سم یې د سنېپر مردکۍ پر چپه سترګه وموښته او پړمخ پر غولي ولوېد.
ژباړن ږغ وکړ، بل څوک له ځایه پورته نه شئ او همداسې لاسونه پورته ونیسئ.
د عبیدالله انا صبر ونشو کړای، له ځایه پورته شوه، کړیکه یې کړه:
ظالمانو کمکی لمسۍ مو را شهید کړ او بیا وایاست چې شور ونخورئ. له ځایه پورته شوه او د کمکي لمسي پر لور یې ګړندي ګامونه واخیستل. مګر له وررسېدو مخته یې قدمونه درانه شول، پر سینه یې پرلپسې څو مردکۍ ولګېدې او بیا د سنېپر توندو ډزو د کور والاوو ساندې او چېغې په غېږ کې ونیولې.
هیڅوک نه پوهېدل چې څه روان دي. عبیدالله تر کټ لاندې ځان غلی کړ. تېزو لېزرو او ګړندیو ګامونو د کلا په انګړ کې یوه وېره خپره کړې وه. عبیدالله خپل تنفس کابو کړی تر کټ لاندې غلی پروت و.
عبیدالله نه پوهېده چې څه شوي او څه به کېږي. د ایتلافي ځواکونو په خبرو یې سر نه خلاصېده، مګر کله چې به ژباړن داخلي عسکرو ته د خارجي پوځیانو اوامر ژباړل بیا به یو څه پوه شو.
امریکایي ظابط وغړمبېد او ژباړن داخلي عسکرو ته مخ واړوئ: ظابط صاب وایي چې زموږ د مخبر د خبر پر اساس دې کور کې درې ځوانان ول، دوه یې وژل شوي او یو ورک دی، ژر یې ولټوئ.
یوه عسکر منډه کړه او د عبیدالله د وړوکي ورور عبادالله پر جسد یې د ټوپک برچه چوخ کړه.
- درېیم دا دی صاب !!
ظابط چیغه کړه، احمقه دا یو کمکی ماشوم دی چې د خپلې سرټمبګۍ ښکار شو، بل ولټوئ ځوان زلمی دی او بېګاه شپه پر کور و.
عبیدالله چې د ژباړن له خولې خپل نوم واورېد، غونی یې ځیګ شول، پر زړه یې ساړه ننوتل.
له ځان سره یې پرېکړه وکړه چې پر کټ پروت څادر پورته کړي او عسکرو ته ځان وښایي چې دلته یم. بیا په زړه وروګرځېدل چې هسې نه ودې وژني او د کورنۍ بدل دې پور پاته شي. پرېکړه یې ماته کړه او هماغسې تر کټ لاندې غلی پاته شو.
د وړي لنډه شپه پر عبید ډېره اوږده شوه مګر ملایان پر وخت جومات ته ولاړل، د سهار اذانونه شروع شول.
د څرخیو اوازونه کرار ـ کرار زیاتېدل او عسکرو د بېرته تګ تابیا نېوله. ظابط له ځانه سره بوڼېده؛ بیا یې ژباړن ته څه وویل. د ژباړن په اشاره عسکرو درې واړه وروڼه (شهیدان) یو ځای یو پر بل وغورځول، انځورونه یې ترې واخیستل او عسکرو یو ـ یو له کوره وتل شروع کړل.
فقط یوې خونړۍ شپې، له ډکه دیاره عبیدالله جان بې یاره ـ مددګاره پاته کړ. د انګړ هره برخه په وینو سره وه، قیامت صغراء جوړ و. هک پک حیران دریان ولاړ عبیدالله پر خپل ځای مېخ پاته شو.
★★★
د بېس په خوله کې د لوړ ټاور پر سر یې لیدل چې مسلح افغانان په پهره ولاړ دي، د بېس دننه د سرو کافرو ساتنه کوي، دوی پخپله نا آرامه دي مګر یرغلګرو ته یې آرام ژوند وربښلی.
- اوس وپوهېدم چې اشغالګر هغه مهال د اشغال پرېکړه کوي کله چې په مطلوبه هېواد کې بلها لاسپوڅي درک کړي.
عبیدالله په چورتونو کې ډوب روان و چې د بېس له دروازې خړ ـ خړ ټانګان راووتل. دعبیدالله پر وچو شونډو موسکا خپره شوه؛ له ځانه سره یې وویل: مورې، انا، ابا، ګل لالا زه درغلم. ستاسو قاتلان زما تر مخ دي، په څو دقیقو کې به زه ستاسو او د کمکي عبادالله د وینو بدل واخلم.
اوس نو ټانګان د ده ترڅنګ تېرېدل، عبیدالله ځوړند سر روان و او د سترګو له کونجه یې د یرغلګرو زغروال ټانګان څارل.
دری ټانګان ترې تېر شول، د وروستیو دوو ټانګانو منځ ته یې ځان وروغورځاوه او کریکه یې کړه،ادې! زه درغلم، زه دلته یک تنها وم، لږ مې په غېږ کې ټینګ ونیسه. د الله اکبر ملکوتې نارې او زورور انفجار غربي ټانګان هوا ته پورته کړل.
په سبا ورځ رسنیو داسې ولیکل:
هغه زورور ځانمرګی برید چې د ……… سیمه کې پر ائتلافي قواوو ترسره شو، د پولې هاخوا طرحه شوی او بیا بریدګر د حقاني ترهګرې(!) شبکې ته سپارل شوی.


















