کابل ټکی کام فریداحمد
د دفاع وزارت ادعا کړې ده چې په یوه هوايي برید کې یې د قومندان په شمول ۱۲ طالبان وژلي دي.
د دفاع وزارت وايي چې حمله ددوی هوايي ځواکونو ترسره کړې ده چې هدف یې دقیقاً په نښه کړی دی.
په اعلامیه کې ادعا شوې ده چې دغه حمله د مارجې په ولسوالۍ کې ترسره شوې ده چې د طالبانو مربوط د اسلحو او چاودېدونکو توکیو یوه ډیپو یې هم له مینځه وړې ده.
د افغانستان په جنوب کې هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د طالبانو زور پکې د دولت په نسبت ډېر زیات دی، او کولای شي هر وخت دولتي ځواکونه په نښه کړي او زیان ورواړوي.
طالبانو رسمي پاڼې د یادې ادعا په اړه تراوسه څه ندي ویلي.
دوه ورځې وړاندې طالبانو د هلمند په ګرشک کې یو زیات شمېر مساپر چې کېدای شي دولتي مامورین وي له ځان سره بېولي دي چې تېره ورځ یې ۹ تنه بېرته خوشي کړي دي.


















