جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

په پوځ کې د طالبانو نفوذ، پر دولت تر جګړې زیات اغیز کړی

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
جون 23, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
8
ځلې شریک شوی
100
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

تېره ورځ چې د پوځ په رینجر موټر کې د طالبانو یو مسئول د انتقال پر مهال ولیدل او ونیول شو، پر دولت د طالبانو پرلپسې بریدونو او د ځینو سیمو نیولو دومره بد اغیز نه وکړی، لکه څومره  چې په پوځي رینجر موټر کې د طالبانو د مسئول انتقال پر دولت وکړ.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

په پوځ او نورو دولتي اداروکې د طالبانو نفوذ یواځې  په پوځي رینجرموټر کې د طالبانو د مسئول انتقال نه دی.  په تیرو ۱۵کلونو کې، چې څومره پیښې د کابل په مرکز او نورو ولایتونو او ولسوالیوکې شوي دي، طالبانو په داخل د مرکز او ښارونو کې کامیاب عملیات تر سره کړي دي، ان ځینې وخت په پوستوکې ځایي پولیسو خپل ملګري وژلي دي، داټول هغه څه دي، چې طالبانو په داخل دحکومت کې  له خپل نفوذ څخه په ګټې اخستنې سره کړي دي.

په ولسي جرګه کې، چې په دولت کې دطالبانو د نفوذ په اړه کوم بحث وشو زیاته اندیښنه پدې وښودل شوه، چې تر اوسه پورې په دولتي رینجر موټر کې د طالبانو د مسئول انتقال نه و لیدل شوی او که څه کېدل دومره په پوځي کچه چا دطالبانو سره مرسته نه وه کړې او که ېې کړې هم وه، خو پدې اندازه نه وه ښکاره شوې.

 دې پېښې وښودله، چې طالبانو یواځې په سنګر کې نه بلکې په داخل د ښارونو کې د پوځ سره په اړیکو او د خپلو  نفوذي کسانو په کومک سره  هرډول عملیات ترسره کولای شي.

ولسي جرګې د طالبانوسره په اړیکو او په پوځ کې د طالبانو دنفوذ په اړیه وویل، چې باید دا ډول کسان مجازات شي.

د ولسي جرګې د ځینوغړو غوښتنه به د دولت لپاره ګټوره وي، خو لکه څرنګه چې يې په داخل د پوځ کې د طالبانو د نفوذ په اړه معلومات نه درلودل، دا ډول په نورو ادارو کې  هم د طالبانو د نفوذ څخه هم نا خبره دي .

که ولسي جرګه د طالبانو سره  هغه کسان چې اړیکې لري مجازات غواړي، نو بیاخو به د هېوادپه داخل کې د ټولو ادارو  اشخاص مجازات کیږي،  ځکه طالبانو اوس په ټولو دولتي اداروکې په خپلواړیکوسره زیات نفوذ کړی دی.

په داخل د پوځ کې د طالبانو د نفوذ اندیښنه یواځې د ولسي جرګې، ملي امنیت  او ددفاع وزارت نه ده، بلکې د افغانستان لپاره د امریکايي پوځونو قوماندان جان نیکولسن هم ښودلې ده او ویلي یې دي، چې د امریکا دفاع وزارت باید په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو په زیاتوالي یو جدي تصمیم ونیسي، ځکه طالبانو غواړي د یو شمېر سیمو د نیولو سربېره نورې سیمې هم  ونیسي.

دا مهال په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو شمیر تر۹۸۰۰پورې رسیږي او د مهالویش له مخې باید راتلونکي کال کې  تر۵۵۰۰پورې راکم کړل شي، خو په افغانستان کې د امریکايي پوځونو قوماندان جان نیکولسن د اندیښنې په ښودلو سره زیاته کړې، چې له یوې خوا د طالبانو د بریدونو زیاتوالی او له بلې خوا په پوځ او نورو دولتي اداروکې د طالبانو نفوذ به امنیتي  ستونزې لا زیاتې کړي.

یاد قوماندان په خپل راپور کې دسپینې ماڼۍ څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د امینت په اړه جدي اقدامات وکړي.

 امریکا چې هر کال د افغانستان سره د پوځي  او نورو بیلابیلو برخو لپاره څلور ملیارده مرسته کوي غواړي د طالبانو د مخ په زیاتیدونکو بریدونو په اړه د هوایي پوځ د عملیاتو علاوه د امنیت د کنترول لپاره پوره تصمیم ونیسي.

په روان کال کې  د تیرو کلونو په نسبت د طالبانو  بریدونه زیات شوي دي، خو تر هر څه زیات  په پوځ کې د طالبانو نفوذ پر دولت  ترجګړې زیات غیز کړی دی.

مخکینې مطلب

هلمند: دولت وايي په یوه هوايي برید کې یې ۱۲ طالبان وژلي دي

بل مطلب

د بدر کفر لړځوونکې غزا

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com