سرلیکنه
پاکستان چې د تیرو درې لسیزو را پدیخوا ېې د ملګروملتونودکډوالو د سازمان په چوکاټ کې افغان کډوالو ته پنا ورکړي ده د پاکستاني مامورینواو یو،این،ایچ،سي،آر د سروې له مخې په پاکستان کې دامهال تر۱۵ لکوپورې کډوال پاتې دي خو د پاکستان مامورین بیاوايي چې په همدومره شمیر غیر راجسترافغان کډوال دپاکستان په بیلابیلو ښارونو او سیموکې اوسیږي .
تیره ورځ په اسلام آبادکې د پاکستان جمهور رئیس ممنون حسین دکډوالو لپاره دملګرو ملتونو کمشنر فلپپوګرانډي سره لیدنه درلوده پدې لیدنه کې ممنون حسین دملګرو ملتونو دکډوالو له کمشنره وغوښتل چې په پاکستان کې میشتو افغان کډوالو لپاره خپل هېواد ته دستنیدا زمینه برابره کړي.
دپاکستان جمهور رئیس ممنون حسین د ملګروملتونو دکډوالو کمشنر سره په خبرو کې دا هم وویل چې ،پاکستان د امنیتي چارو دکنترول اواقتصاد د پیاوړتیاپه خاطر په خپلو هلو ځلوکې په پاکستان کې میشتو افغان کډوالو ستنیدو ته لومړیتوب ورکوي ترڅو دملګرو ملتونو دعالي کمشنري په ګډو هلو ځلو او ښونتیجو په ترلاسه کولو سره ټول افغان کډوال خپله هېواد ته ستانه کړل شي.
دکمونستي نظام د نسکوریدا وروسته زیات شمیر افغان کډوالو خپله هېواد ته راستانه شول خو بیاهم دهېواد په ځینوسیموکې د نا امنیواو بېکاریو له امله په بهرنیوهیوادونو او په ځانګړی توګه په پاکستان کې افغانان لا دکډوالۍ ژوند تیروي.
پاکستان چې دا مهال دامنیتي ، اقتصادي او نورو ډول ډول ستونزو سره مخ دی غواړي ځان د دې ستونزوڅخه دافغان کډوالو خپل هېواد ته په راستندو وژغوري.
دپاکستان دبهرنیوچارو د وزارت چارواکي په دې نظر دي چې خپل هېواد ته دافغان کډوالو په ستنیدا به دسیمې او په ځانګړې توګه په پاکستان کې دامن او ثبات سبب وګرځي.
پاکستان چې ملګرو ملتونو دکډوالو دسازمان او دافغانستان دکډوالو دبیارستنیدلو دچارو دوزارت په درې ګونې غونډه کې دشوې موافقې له مخې ېې تریونیم کال یعني ۲۰۱۷پورې افغان کډوال په پاکستان کې منلي دي خو د دواړو هېوادونو ترمنځ دتاوتریخوالي او په خیبر پښتونخواکې دافغان کډوالو پرخلاف دمظاهرې وروسته یو ځل بیادافغان کډوالودستنیدا موضوع راتازه کړل شوه.
دکډوالو لپاره دملګرو ملتونو کمشنر فلپپوګرانډي د پاکستان له ولسمشرممنون حسین او دبهرنیو چارو له سلاکار سره دليدنې سربیره دپاکستان د سرحدي چارو له وزيرعبدالقادر بلوچ سره هم په لیدنه کې د افغان کډوالو په اړه تفصيلي خبرې کړي دي.
په پاکستان کې دافغا ن کډوالو لپاره دوه ځلې داوسیدني قانوني موده تمدیدشوې چې افغان کډوالو ته دتمدید موده دروانې جون دمیاشتې ترآخره پورې پوره کیږي داچې په پاکستان کې میشت افغان کډوال به هېواد ته را واستول شي او که به یونیم کال نور دپاتې کیدو موده ورکړي دا دپاکستان دپارلمان دپریکړې او دلومړي وزیر نواز شریف په لاس لیک پورې اړه لري.
دپاکستان لخوا په بیا بیا یادونه دملګروملتونو دکډوالو نړیوال سازمان ویلي چې دامهال په افغانستان کې دکډوالو ستنیدا ته شرائط برابر نه دي خوخپلې هڅې کوي چې افغانستان ته د کډوالو لپاره شرائط او مرستې برابرې کړي.

















