چین او جاپان پانګوال هېوادونه ونومول شول

کابل ټکی کام ۰۴چنګاښ/۱۳۹۵، انصار
په نړیواله کچه او د اسیا په وچه کې چین او جاپان د پانګوالۍ لومړي هېوادونه ونومول شول.
هغه سروې چې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې ترسره شوې ده؛ ښیي، چژ د ۲۰۱۰ میلادي کال څخه راپدېخوا دغو دواړو هېوادونو زیاتې پانګونې کړي دي، چې د تېرکال په پرتله چین او جاپان لس سلنه زیاتوالی کړی دی.
برتانیه د پانګونې پنځم هېواد او شمالي امریکا کې د پانګونې کچه راټیټه شوې ده.
دا مهال د چین او جاپان پانګونې تر۶۰ تریلیونو رسیږي، چې تر ۲۰۲۵میلادي کال پورې به ۲۵۰ تریلیونونو ته لوړې شي.
چین او جاپان د ژوند د اسانتیاوو د اجناسو ډول ډول فابریکې په کار اچولي، چې په نړیواله کچه دې دواړو هېوادونو د خپلو پیداوارو د پلورلو لار موندلې ده.



