په ګوړه کې زهر

اسامه وزیروال
دکمونیستي حکومت پر ضد ځینې ډلې په چریکي جګړو بوختې وې. ددغو جګړو مشري چې زیاتره یې ددیني علما پر غاړه وه
بالشویک (بالشویک د”نایبین عمال” روسي ګوند یوه څانګه وه، سخت روش یې درلود، له منځلارۍ څخه یې نفرت و او بالاخره په (۳۰ اکتوبر ۱۹۱۷م) کې یې انقلاب ته زمینه برابره کړه او واک ته ورسید. دبالشویک انقلاب په روسي تاریخ پاڼو کې په سور انقلاب سره یاد شوی).
په لومړیو کې دعامو علماوو پرځای یوازې دغه مجاهدین علماء تر بریدونو لاندې نیول او یوازې له دوی سره به جنګېدل( لکه اوسمهال چې صلیبیان عامو درباري علماؤ ته څه نه وایي او یواځې هغه میړني مجاهدین علماء نه پریږدي چې ددوی دکړغېړنو موخو پرخلاف جنګیږي).
بالشویک انقلابیانو به دغه مجاهدین بنسټپالان بلل؛ کمونستانو ددوی په مقابل کې یو شمیر علماء سوء واخیستل چې دحکومت پر پلوۍ به یې وعظونه کول او مجاهدین علماء به یې د ناوړه غوښتنو او شومو اهدافو په درلودلو تورنول
ویل به یې؛ کوم علماء چې د رښتيني اسلام نارې وهي، د تحکیم او تنفیذ لپاره یې د بشریت وینې تویوي، دوی ریښتيني نه دي بلکې غواړي کم فهمه ولس، دجنت او جهنم په تمه او وېره دځان تابع وساتي او خپلو ناوړه موخو ته یې د سپر په توګه وکاروي.
ددغو درباري علماوو له ډلې څخه یې یو درباري ملا فخرالدین “خدیو” نومېده.
فخرالدین به ویل: غواړم دا ثابته کړم چې کمونستي نظام په ټوله سیمه کې امنیت او یووالی راوستی دی، د کمزورو او ناتوانه وګړو ملاتړ یې اعلان کړی او پر دې سربېره، نظام هوډ لري چې ټولې ځمکې پر غریبانو او بزګرانو وویشي
دغه درباري عالم زیاتوي؛ زه د نظام ددغو کارونو ترسره کولو ته لاس په دعاء یم، په حقیقت کې دا کارونه درسول الله (ص) سنت دي
دمسلمانانو سره د بالشویکي کمونیستانو دواک مرحله درې پړاوه لري
له پیله تر دولسو کلونو(۱۹۱۷ – ۱۹۲۹) یې رویه منافقانه وه. دا هغه مهال و، چې روسيه د کورنۍ جګړې ډګر و او یو څه دمخالف ګوند “منشویک” وېره، ځکه یې د مسلمانانو سره چلند منافقانه و او یواځې مسلح مسلمانان به یې هدف ګرځول.
دوهمه مرحله: (له ۱۹۳۰ – ۱۹۴۱)
په دې مرحله کې کمونستانو قوي بریدونه پیل کړل، زرګونه مسلمانان یې ترتېغ تېر کړل، مساجد او مذهبي عبادت ځایونو یې وتړل او یا یې ونړول.
د دیني علماوو پر ضد په پټه او ښکاره دعوې او مقدمې جوړې شوې، د ۸۵ یمې مادې له مخې ټول علماء او د دیني مدارسو ښوونکي له ټولو مدني حقوقو څخه محروم کړای شول.
هغه علماء چې په خلکو کې به یې محبوبیت درلود، د ۱۲۲ مې مادې له مخې به یې متهم کړل چې په مدارسو کې کوچنیانو او نابالغه هلکانو ته داخلې ورکوي، او دجنسي غرایزو د اشباع لپاره یې کاروي
یا به یې د ۱۴۴ مې مادې له مخې متهمول چې ګواکې ترهګر دي او کوچنیان ترهګرۍ ته هڅوي.
له دې ټولو وحشتونو وروسته چې کله هټلر د روسيې ساحلي او شمالي سیمې ونیولې، کمونستانو په دریمه مرحله کې موقع پرستانه دریځ خپل کړ، د مسلمانانو پر خلاف یې مظالم ودرول ترڅو د هټلر پر خلاف د مسلمانو دولتونو خواخوږي خپله کړي
دمګړۍ زموږ د ګران هېواد حالات د ترکستان په څېر دي؛ تر اوسه موږ ته د صلیبیانو له لوري په ګوړه کې د زهرو راکولو مرحله ده. د کمونیست ګوند او جماهیر شوروي حکومتونو هم دټول ترکستان ترلاسه کولو لپاره، د اسلام پر ضد له سختیو او بندیزونو څخه ډډه کوله آن تر دې چې
ځينې وخت به دلینن او استالین په منافقانه اوامرو علماء نازول کیدل هم.
اما کله چې له خارجي او داخلي خطراتو څخه بېغمه شول، بیا یې د حق پلوو علماوو تعذيب، د مساجدو او مدارسو نړولو او د عقیدوي مسلمانانو شکنجه کولو ته ملا وتړله.
همدا رنګه غربي ښامار هم غواړي په مختلفو پلمو او نومونو مدارس او علماء تجرید کړي او بیا یې نړولو او شکنجه کولو ته ملاوې وتړي (البته هغه علماء چې د مګړۍ د کفر درباریان دي).
هغه علماء چې اوسمهاله ددوی ګټو ته خنډ واقع دي هغوی خو هسې هم د ترهګر، وحشتګر او بلواګرو په نومونو نومول شوي او د کفر له نړیوالې ادارې (بین الملل) څخه یې د وژلو جواز ترلاسه کړی.
معاصر ښکېلاکګر تر سوسیالستي بلواکګرو یو څه زیات هوښیار دي، د دوی زیاته تکیا په رسنیو او د اذهانو په تحریف ده، دوی کم فهمه مسلمانانو ته دا ذهن سازي کوي چې ګواکې موږ پر مساجدو، مدارسو او علماؤ کار نلرو، که دوی غواړي په امن کې ژوند وکړي د وطن له ورانولو، د خلکو له وژلو او ملکي تاسیساتو له نړولو دې لاس واخلي، دبل پر اشارو ! دې نه ناڅي او وسله دې پر ځمکه کیږدي
دا هر څه په ګوړه کې د زهرو پر مانا دي؛ کله چې غربي ښامار دلته خپلې منګولې مضبوطې کړې، فکرونه یې کاملا منحرف، او دپلان له مخې یې د هیواد پر نافذه ادارو کې خپل لاسپوڅي دکلونو لپاره ځای پرځای کړه، بیا به د “بالشویک” کړنې او اعمال دلته هم ترسره کیږي
دا دصلیبیانو تاریخي څېره ده، تل یې په غوړو وعدو مسلمان ولسونه ګمراه کړي او بیا یې د “اندلس” په برخلیک اخته کړي
د افغان مسلمان ولس دکامل پوهاوي پر هیله



