اسلامي امارت په لغمان کې له بېوزلو کورنیو سره مرستې کړي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۵ زرغون خوږیاڼی

د اسلامي امارت په خپره  شوې خبر پاڼه کې راغلي،  چې د دوی د شهيدانو او معلولینو ادارې لخوا  د لغمان ولایت  مرکز اړوندو سیموکې  له ګڼو بې وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

درارسیدلي خبر له مخې د يادې ادارې غړوتیره ورځ د یاد ولایت  مرکز اړوند و یو شمیر سیمو کې، په  لسګونو بې وزلو کورنیو  د اړتیاوړ خوارکي مواد وویشل.

په دې خوراکي توکو کې غوړي، بوره، وريژې، اوړه او نور خوراکي مواد شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره طالبانو د هېواد په زیاتو ولایتونو او ولسوالیو کې د بیوزلو، یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې پیل کړي، چې پرون یې دا لړۍ تر لغمانه هم راورسېده.

طالبانو ویلي، چې د مرستو دا لړۍ به نور هم دوام وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button