ننګرهار کې پر ملکي خلکو د داعش ډلې تيري لا دوام لري

کابل ټکی کام ۰۵چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې داعش ډلې یو ځل بیا يو شمېر ملکي وګړي وژلي، او برمته کړي دي.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي رسنیو ته وویل، چې داعش ډلې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې ۸ تنه ملکي وګړي وژلي دي، او ۷ تنه نور یې ټپیان کړي، او دېرش نور یې برمته کړي دی.
ده وویل، په وژل شویو او تښتول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ویل کيږي چې داعش وسله والو ۲۳ کورونه هم سوځولي او د کلیو ځینې عوام خلک یې له ځانه سره بیولي.
ده وویل، چې افغان ځواکونو د داعش ډلې پر خلاف له تېرو دوو ورځو راهیسې عملیات پیل کړي دي، چې تراوسه پورې یې د دغې ډلې ۳۷ وسله وال وژلي، او ۳۲ نور ټپيان کړي دي.
د یادولو ده، داعش ډلې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې ګڼ کسان په مرموزانه توګه ووژل، او د یو شمېر کسانو جسدونه یې له برمته کولو وروسته په سیمه کې اچولي وو.



