
فراه: د ملي امنیت مدیر د اختطاف پر مهال د طالبانو په کمین کې ولوید
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۵ زرغون خوږیاڼی
امنیتي سرچینې وايي: وسلوالو طالبانو د فراه د ملي امنیت ریاست مدیر او د هغه یو ساتونکی وژلي او وروسته یې په دار ځړولي دي.
دملي امنیت ریاست کارکوونکي همایو د فضل رحیم په نوم خپل ساتونکي سره هغه مهال د طالبانو په کمین کې ولوید، چې غوښتل یې یو کس اخطتاف کړي.
طالبانو ویلي، چې همایون پخوا په پشت کوه ولسوالۍ کې د ملي امنیت مدیر و، خو دا مهال یې د فراه ولایت د ملي امنیت ریاست کې دنده درلوده، له خپل یو ساتونکي سره په یوه شخصی موټر کې پشت کوه ولسوالۍ لوري ته یې یو کس اختطاف کولو، چې د محمد اباد په سیمه کې د طالبانو په کمین کې ولویدل. سړي تښتونکي يې ځای پر ځای وژلي او تښتول شوی کس، چې مقام ولد ملاجلال نومیږي ترې خلاص کړی دی.
د پشت کوه ولسوال عزت الله عزت وايي: همایون روفی یو نیم کال مخکی په پشت کوه ولسوالۍ کې د ملي امنیت مدیر و، خو دا مهال یې د فراه ولایت د ملي امنیت ریاست کې دنده درلوده له خپل یو ساتونکي سره پشت کوه ولسوالۍ لوري ته روان و، چې د محمد اباد په سیمه کې د طالبانو په کمین کې ولویدل، لومړی یې وژلي او بیا يې جسدونه خاک سفید ولسوالې ته وړي او هلته یې په عام محضر کې په دار ځړولی.
فراه د امنيه قومندانۍ امنيت امر محمد غوث پېښه تائیدوي او وا یې،چې همایون د ملي امنيت يو پخوانى كارکوونکی، چې د فراه د پشت كوه ولسوالې د ملي امنيت پخوانى مدير هم و طالبانو نيولي او بیا یې په ډزو وژلي دي.



