
د افغانستان مقدس جهاد اروپايي ټولنه هم وشړوله
سرلیکنه
له تېرو پنځو کلونو راهیسې په برتانیه کې د یو شمیر سیاسي ګوندونو، دولتي چارواکو او اقتصادپوهانو لخوا د اروپايی ټولني څخه د وتلو خوځښت پیل شو، چې برتانیه په هر اړخیز ډول په اروپایي ټولنه کې دګټې پرځاې پرځان تاوانونه ګالي .
د ناټو د تړون یو شمیر نظامي سیاستوالو بیا له اروپايي اتحاديې څخه په وتلو پدې مخالفت کولو، چې په افغانستان کې برتانيي کوم تاوانونه وګالل د هغې له ګټو به بې برخې پاتې شي او هم به په نړیواله کچه برتانیه امکان لري دسوداګرۍ په ډګرکې ځانته پاتې شي.
د روان میلادي کال له پیل څخه، چې په برتانیه کې له اروپايي ټولني څخه دوتلو نظرونه زیات شول او په زیات شمیر اقتصادپوهانو له اروپايی ټولنې څخه د برتانيې د وتلو هڅې پیل کړې په عامه سطحه هم له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پلویان زیات شول .
په ۲۰۱۴میلادي کال کې، چې په افغانستان کې دبرتانوي پوځونو په شمول د بهرنیو پوځونو دجګړې ماموریت پاې ته ورسید، امریکا د ناټو د ټولو غړو هېوادونو ترنیمایي زیات خپل پوځونه په افغانستان کې پریښودل.
دبرتانيې پوځي جنرالانو په وینا، تاوانونه دبرتانيې او په افغانستان کې تلپاتې ګټې امریکا د خپل ځان لپاره په نظر کې ونیولې.
ددې اختلاف ترڅنګ چې برتانيي د امریکاسره په مخالفت غوښتل د اروپايي ټولنې څخه ووځي یو شمېر نورې سیاسي، تجارتي او اقتصادي ستونزې هم وې، چې له امله ېې برتانيې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره د عام ولس رایو ته اړتیا درلوده.
په اصل کې په اروپايي ټولنه کې دنه پاتې کیدو لامل شپږ کاله د مخه د هلمند په ولایت کې د امریکايي او برتانوي جنرالانو مخالفت و، چې په دوام ېې دوه برتانوي دیپلوماتان له افغانستان څخه و ویستل شول او برتانوي جنرالانو د مخالفت موضوع اروپايي ټولنې ته وړاندی کړه، چې اروپايي ټولنې د امریکايي جنرالانو ننګه وکړه.
له همغې ورځې د اروپاپرخلاف دبرتانویانو کرکه راپیداشوه، چې بالاخره برتانوي حکومت په اروپايي ټولنه کې دپاتې کېدو او یا ترې د وتلو لپاره دټولپوښتنې لاره غوره وبلله .
د معلوماتو له مخې د اروپايی ټولنې څخه په وتلو زیاته رایه د پوځ سره دشریک نظرخاوندانو، سوداګرو او په اقتصادي چاروکې پوهو اشخاصو ورکړه، چې نه ېې غوښتل برتانیه نوره په نړیواله کچه بې باوره شي.
تیره ورځ په کلیفورنیاکې اوباما د یوې وینا په ترځ کې له اروپايي ټولنې څخه دبرتانيي په وتلو اندیښنه وښودله، چې دبرتانيي په څېر به نورهېوادونه هم د اروپايي ټولنې څخه وتلوپه لار غور پیل کړي، خو دا ډاډ يي هم ورکړ، چې په راتلونکي نږدې کې به پدې اړه په وارساکې یوه غونډه راوبلل شي .
د فرانسې یوې سیاست والې هم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو، چې مونږ هم باید ازادي واخلو.
فرانسې او المان، چې له اروپايي ټولنې څخه د برتانيي په وتلو کومه اندیښنه وښودله، دابه په اروپايي ټولنه کې د پاتې غړو هېوادونو بې باوري نوره هم زیاته کړي او اروپاېې ټولنه به د نورو هېوادونو په وتلو نوره هم وشړیږي .
د افغانستان مقدس جهاد له برکته پخوانی شوروي اتحاد ړنګ او په نړیواله کچه کمونیزم دخلکو له اذانومحوه شو، د اروپايي ټولنې شړیدل هم د افغانستان د مقدس جهاد برکت دي او له لوې رب العزت څخه دا امید شته، چې د امریکاپه ټیکدارۍ به اروپايي ټولنه نوره هم دبرتانيي د وتلووروسته د نورو هېوادونو په وتلو وشړيږي .



