مال مسافر یمه روژه نه لرم\مولوي محمد علیم بسمل

کابل ټکی کام ۰۵چنګاښ/۱۳۹۵، شعر: مولوي محمد علیم بسمل
بخت ورانه کړې ميکده نه لرم
شمعه مې نه بليږي شپه نه لرم
خندا مې غېږې ته راغلي نه ده
مړاوې غوټۍ يمه وږمه نه لرم
وې رمضان دى خوله به نه درکوم
مال مسافر يمه روژه نه لرم
له سپينې خولې نه دې تعويذ غواړمه
سر مې راوړى شکرانه نه لرم
ما ستا له سترګو لاس نیوی کړی دی
چا ویل چې پیر ته عقیده نلرم؟
محمدعليم يې ليونى کړم بیخي
مينه پرېږدم، خو اراده نه لرم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button