د مدني ټولنې فدراسیون: د داعش په اړه د دولت ادعاوې او عملیات هېڅ حقیقت نه لري

کابل ټکی کام ۰۶چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د مدني ټولنې فدراسیون له لورې یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې له لورې پر عامو ملکي وګړو وروستي تیري په سختو ټکو غندي.

خبرپاڼې پر دولت سخت انتقادونه کړي دي، چې دوی د داعش ډلې په اړه ادعاوې او عملیات هېڅ حقیقت نه لري.

خبرپاڼې داعش ډلې ته خبردارۍ ورکړی دی، چې خپلو سیمو ته دې ولاړ شي، کنه د افغان ولس له سخت غبرګون سره به مخ شي.

«په ننګرهار کې د داعش په جنګیالیو کې چې اورکزو اېجنسۍ، تیرا، کرمې اېجنسۍ او پنجابي ملېشې او استخباراتې کړیو جنګیالي شامل دي، خبر ورکول کیږي، چې خپلو سیمو ته دې بېرته لاړ شي، کنه د افغان ولس له سخت غبرګون سره به مخ شي.»

په خبرپاڼه کې افغان حکومت د خلکو د عزت، شرف او ازداۍ څخه په دفاع کې په بشپړه توګه ناکام بللی دی.

د دغه فدراسیون مشر صدیق منصوري انصاري په کابل کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال له افغان حکومت څخه د ننګرهار د والي او د نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

د یادولو ده، په دولت کې دننه یو شمېر داسې کړۍ وجود لري، چې له داعش ډلې سره لاس لري، چې د هغوی په مټ په ننګرهار کې پرمختګ کوي، لارې ورته صفا کوي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button