کابل ټکی کام ۰۶چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان جمهوري ریاست ویلي دي، چې د میدان وردګو ولایت له امنیه قومندان اندرابي او د هلمند ولایت له پخواني امنیه قومندان سرجنګ څخه دا مهال په لویه څارنوالۍ کې څېړنې روانې دي.
جمهوري ریاست وايي، چې له انداربي او سرجنګ څخه څېړنې خپل وروستي پړاو ته رسېدلي دي.
دولت د میدان وردګو ولایت له امنیه قومندان اندرابي څخه د طالبانو سره د همکارۍ په تور او د هلمند له پخواني امنیه قومندان سرجنګ څخه د اداري فساد په تور څېړنې کوي.
د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري هم نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې له سرجنګ او اندرابي څخه دا مهال په څارنوالۍ کې څېړنې روانې دي.
«د هلمند پخوانی امنیه قوماندان څارنوالۍ ته معرفي شوی، ورڅخه څېړنې روانې دي او د وردګو امنیه قوماندان هم څارنوالۍ ته معرفي شوی او څېړنې روانې دي، څېړنې خپل ورستي پړاو ته رسېدلې دي چې په دې اړه به د اړوندو ادارو له خوا له رسنیو سره معلومات شریک شي.»


















