زړګیه شم درځار\خالق یار احمدزی

کابل ټکی کام ۰۶چنګاښ/۱۳۹۵، شعر: خالق یار احمدزی

راځمه بیا تر تا پورې زړګیه شم درځار
د مینې افسانې دي لیونیه شم درځار
د وخت په ښکلاګانو امیلونه نه جوړیږي
ګلاب ګلاب جانانه اغزکیه شم درځار
راځه د هندوکش او د سپین غر فاتح جانانه
د سپین دستار خاونده میړنیه شم درځار
نن بیا د ښکېلاکګرو کاروانونه درته راغلل
اقدام کوه افغانه شازلمیه شم درځار
په زېړ مازدیګري کې خالقیاره یو څوک وایي

دا مخ دې لږ راستون کړه ګلالیه شم درځار

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button