لاروی د سپینو ستورو د کاروان یم\عبید شینواری

کابل ټکی کام ۰۷چنګاښ/۱۳۹۵، شعر: عبید شینواری

زه تیاروته په لاسونو کې ډیوې وړم
زه پیغام د روښنایۍ یمه، تیارې وړم

لاروی د سپینو ستورو د کاروان یم
ځکه دار ته مسکی شونډې سترګې سرې وړم

راحتونه مې په غیږه کې محفوظ دي
نفرتونه د نړۍ له دایرې وړم

زه په دې کې خوشالي او سکون وینم
سرو لمبو ته چې سینه ارې ارې وړم

تروږمو کې رانه ورک نشې عبیده
زه بل کړي مشالونه درپسې وړم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button