عبدالله: په انتخاباتو کې له اصلاحاتو راوستلو څخه تېښته امکان نه لري

کابل ټکی کام ۰۷چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ملي یووالي حکومت دویم مشر عبدالله عبدالله وايي، چې په انتخاباتو کې د اصلاحاتو راوستل په هر ډول چې وي حتمي دي.
عبدالله عبدالله نن دوشنبه د وزیرانو په غونډه کې د وینا پر مهال یو ځل بیا په انتخاباتو کې د اصلاحاتو پر راوستلو تأکید وکړ.
عبدالله عبدالله وویل، چې په انتخاباتو کې له اصلاحاتو راوستلو څخه باید تېښته ونه شي، او نه هم تېښته امکان لري.
هغه وویل، چې په انتخاباتو کې اصلاحات د ملي یووالي حکومت له اساساتو څخه دی، خو مګر دا مهال له ستونزو سره مخ شوي دي.
ده وویل، چې د امریکایي ځواکونو له لورې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو حمایت ډېر مهم دی، او د خپلو ځواکونو ستاینه یې وکړه.
ده زیاته کړه، په دې وروستیو کې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو پر سر یې له پاکستاني مقاماتو سره خبرې کړي دي.
د یادولو ده، چې په ملي یووالي حکومت کې دننه یو شمېر داسې چارواکي شتون لري، چې ولسمشر غني ته په هره لاره کې خنډ جوړوي، چې یو یې هم اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button