نیپال له افغانستان څخه د خپلو وګړو وتل پیل کړل

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۷ زرغون خوږیاڼی

رسنیو د نیپالي چارواکو له خولې خبر ورکړی، چې نن شپه به د نیپالیانو لومړۍ ډله، چې  ۴۰ کسه دي، له کابل څخه نیپال ته ورسیږي.

رسنیو ویلي، چې دې ډلې په کابل کې له G4S امنیتي کمپنۍ سره کار کاوه.

د نیپال حکومت دا پریکړه وروسته له هغه وکړه، چې تېره اونۍ په پلازمېنه کابل کې د کاناډا سفارت څوارلس نيپالي امنيتي کارکوونکي، چې د کاناډا امنيتي قرارداديان وو، د طالبانو په يو سرتيري بريد کې ووژل شول.

د نېپال حکومت خپلو نورو وګړو ته هم خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژره افغانستان کې د دندو قراردادونه لغوه او بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

اوسمهال ۳۳۰۰ نیپاليان په افغانستان کې د امنیتي ساتونکو په توگه په بیلابیلو امنیتي کمپنیو کې کار کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button