
دننګرهار دخوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو ساحه کې طالبانو د بېوزله او ناداره کورنیو سره خوراکي او نقدي مرستې وکړې
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۹ عبدالهادي همت
دسیمه ئیزو طالبانو مشر ملا نیک محمد رهبر چې دبېوزله کورنیو سره یې دمرستې پروګرام په لار اچولی و کابل ټکي کام ته وویل؛
یادې مرستې د افغانستان د اسلامي امارت دعالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله پر لارښوونه د نادارو، یتیمانو او دزندانیانو دکورنیو سره ترسره شوې
مرسته شوې پیسې او خوراکي توکیو دسیمه ئیزو مجاهدینو او اسلامپاله تجارانو لخوا تر موږ رارسیېدلې وې چې تقریبا د پنځلس لکو روپیو معادل وې
یادې مرستې دخوږیاڼو دوزیرو په دریو سوو کورنیو وویشل شوې
له هرې کورنۍ سره پنځه کیلو غوړي، یو من بوره، یو من وریجي، یو من لوبیا، یوه کیلو کجورې، یو چارک سپین دال، دجامو او بدن صابونونه، لس ـ لس درځنه اورلګیت، د اختر لپاره میوه، او یوه اندازه نقدې مرستې وشوې.
بېوزله کورنیو د امارت له عالیقدر مشرتابه څخه مننه وکړه چې بېوزله ولس یې د اختر په خوښیو ورسره ورګډ کړ، او په هیواد کې دتلپاتې سولې او دمجاهدینو دبریا لپاره یې دزړه له تله دعاوې وکړې !!





