په شمال کې ددوستم وحشت دمرتبو پلانونو برخه ده

قاري خالد

دجمهوري ریاست لومړي مرستیال دطالب او ترهګر دختمولو په  پلمه، دهیواد د اکثریت وګړو قتل عام او چور تالان ته ملاتړلې، شتمنۍ یې چور کوي او په وینو یې لاسونه سره کوي

په داسې حال کې چې مرستیال جمهور رئیس هیڅ کوم پوځي مسؤلیت او دنده نلري.

په شمال کې روان عملیات مطلق پښتون وژنه ده او دطالب په پلمه ډېری پښتانه وژل شوي او شتمنۍ یې لوټ  شوي

دشمشاد تلویزون دسیاسي خپرونو چلوونکی میرویس ستانکزی په شمال کې ددوستم جګړه پر پښتون قوم دپېړۍ وحشت بولي.

هغه پر حکومت غږ کوي چې له ده سره شواهد او د ولسي وګړو د اړیکو شمېرې شته، چې پرلپسې ددوستم له وحشته شکایتونه کوي.

ستانکزی زیاتوي؛

هې حکومته! که زه به تش تور واردوم نو ته به بې ننګه يې چې د داسې تهمت په واردولو سربېره  به مې هم نه زنداني کوې، او که رښتيا وايم او ته هم پرې پوهېږې او مخه يې نه نيسې نو تو لعنت دې پر تا وي، او ته د هرې سختې سزا وړ يې، ولس به دې مخ تور او محاکمه کړي.

په هیواد مسلط اشغالګر هم دهیواد دلږکیو تر شاه ولاړ دي او غواړي په هیواد کې دعراق په څېر لږکي واک ته ورسوي او دهیواد اکثریت پښتون قوم پرې وځپي

د”بش په جګړه کې” کتاب امریکایي لیکوال دشمال جګړو ته په نغوته لیکي؛ موږ ته ویل کیدل چې دهیواد دشمال تسخیرول تر هغو ناشونې ده ترڅو چې د شمال څخه دپښتون نسل کشي ونشي او له شماله دتل لپاره ونه کاږل شي

لیکوال زیاتوي؛ موږ ته ویل شوي ول چې دپښتنو دشړلو اسانه طریقه پر پښتنو جنسي تېری او تشدد دی، له دې پرته پښتانه په نورو لارو خپل کلي او کورونه نه پریږدي

دمګړۍ چې دپښتنو پر خلاف کوم وحشت روان دی سرمنشه یې اشغال او دکابل بېواکه ولس مشر دی

دوستم محض دیو لوبغاړي کردار ترسره کوي او دپښتون وژنې اصلي هدایتکاران په ارګ او خارجي سفاراتو کې قرار لري

په روانه لوبه کې د ارګ خاموشي د ارګ رضایت ثابتوي، د ارګ بېواکه مشر ته دپښتون نسل دوژنې دنده سپارل شوې خو پښتون نسل بیا خپلو وژلو ته پخپله همدا معیوب او بلواکه مهره انتخاب کړې

که پښتانه چوپ پاته شي، دپښتون نسل دوژنو په اړه به تاریخي قضاوت داسې وي” مړ هم پښتون وو او پړ هم پښتون وو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button