تاسو له خپل ځان څخه وپوښتئ!

لیکوال:  رائـــــد

ستاسو د زندګۍ مقصد څه دی؟  ستاسو منزل مقصود څه دی؟  تاسو په ژوند  کې د څه کول د څه جوړولاو د څه حاصلول غواړۍ او څه به حاصل کړئ؟ هېڅ نــه !

له دې نه لوی کم عقل انسان به چېرې وي کوم چې دخپل منزل په هکله علم نه لري.

 په نړۍ کې به له دې لویه معجزه کومه وي، چې یو څوک د خپل منزل په هکله علم نه لري، اونه یې دهغه په لور کوم قدم پورته کړی وي، خو بیا دې هم تر خپل منزله ورسېږي.

د انساني ذهن مقصد دا دی، چې د هدف او نتیجې په هکله سوچ  وکړي او کار وکړي.

 کوم وخت چې تاسو دهدف تعین وکړۍ ،نو ستاسو د ذهن تخلیقي حصه خودبخود د هغه د حصول لپاره شپه او ورځ کار کول شروع کړي، د کومې له وجهې چې بیا منزل ته د رسیدلو لاارې روښارنه او اسانه لیدلی شۍ.

که چېرې تاسو د واقعي کامیابۍ غوښتونکي یاست، نو تاسو هم د نورو کامیابو خلکو په څېر د ځان لپاره هدف معلوم کړئ!

په نړۍ کې ۹۵ فیصده خلک ناکام دي،  د ډیرو ماهرینو له سروې څخه ثابته شوې، چې د ناکامۍ ترټولو لوی سبب هغه هدف نه ټاکل دي.

کامیاب خلک په دې ښـــه پوهېږي، چې دوی دڅه حاصلول غواړي، کوم څه جوړول او د کوم څه کول غواړي، یعنې هغوی پوهېږي، چې د دوی منزل مقصود څه دی. برعکس د ناکامو خلکو نه خو کوم مقصد وي او نه کوم هدف.

دوی ته ددې علم نه وي، چې د څه کول غواړي، یا د دوی منزل مقصود څه دی، ظاهره خبره ده، یو څوک چې په خپل منزل مقصود علم ونه لري، هغوی  به څنګه تر هغه ځایه ورسېږي!  کله چې دوی په دې علم نه لري، چې د څه حاصلول غواړي، نو څه به حاصل کړي ؟ هېڅ هم نه.

لنډه دا چې  د کامیابۍ لپاره روښانه هدف معلومول ډیر زیات اړین دی.

په نړۍ کې هېڅوک دهدف له معلومولو پرته نه دي بریالي شوي، او دا یو پوره او منلی حقیقت دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button