کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۲ عبدالهادي همت
پاکستان به له افغان حکومت او ملګر وملتونو سره د افغان کډوالو د ستونزې د حل پر سیاسي او ډیپلوماټیک اړخ خبرې وکړي.په دې خبرو کې به افغان کډوالو ته د سهولتونو پر برابرولو او په تدریجي ډول د هغوی د ستنولو پر لارو تمرکز وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، له افغان حکومت او ملګرو ملتونو سره پردې خبرې کوي چې افغان کډوال، په لنډ وخت کې د افغانستان امن سیمو ته ولېږدول شي.د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان حکومت باید په امن سیمو کې هغو افغانانو ته چې له پاکستانه ستنېږي، د استوګنې امکانات برابر کړي.
خو د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، له ازادي راډیو سره په خبروکې په دې اړه بې خبري څرګنده کړه.د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر مخکې ویلي وو چې د جولاي په ۱۹مه به د پاکستان له حکومت او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې ادارې سره دافغان کډوالو پر برخلیک خبرې کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د پاکستان اوسني ټولنيز- اقتصادي، امنيتي او سياسي وضعيت ته په کتو، ضروري ده چې افغان کډوال په عزت او درناوي خپل هېواد ته ستانه شي.دغه وزارت زياتوي، په نږدې راتلونکي کې به د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو په اړه له افغان حکومت او ملګرو ملتونو سره خبرې او په روانه مياشت کې به په دې اړه په اسلام اباد کې د درې اړخيز کمېسيون په غونډه کې تفصيلي بحث وکړي.
دغه وزارت په يوه خپور کړي بيان کې ويلي چې دا څرګندونې د پاکستان د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزيز او ددې هېواد د سرحدي چارو وزير عبدالقادر بلوچ په هغه غونډه کې وکړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا په لارو چارو او اړوندو مساېلو بحث لپاره رابلل شوې وه.
پاکستاني چارواکو دا غونډه تر هغې وروسته کړې چې د پاکستان حکومت تېره ورځ په دغه هېواد کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو نېټه شپږ مياشتې نوره اوږده کړه چې له مخې يې دوى اوس د روان کال د دسمبر تر وروستۍ نېټې پورې په دغه هېواد کې پاتې کېداى شي.


















