کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۲ عبدالهادي همت
سپینه ماڼۍ وايي دهغوبریدونوپه نتیجه کې چې دبې پلوټه طیارو له لاري ترسره شوي دي له ۲۰۰۹ تر۲۰۱۵ پوري په پاکستان،یمن، لیبیا، سودان، اوصومالیا کې ۱۱۶ ملکي افرادو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
دسپیني ماڼۍ دراپور له مخي په یادو بریدونوکې ۲۵۰۰ امریکا ته مطلوب افراد وژل شوي.
دسپني ماڼۍ چارواکو دغه راپور دامریکا داستخباراتي معلوماتو له مخې خپور کړی دی.
یاد ارقام او راپور له هغو ارقامو سره او راپورونوسره ډیر متفاوت ده چې دبشري نهادونو لخوا ورکول شوي دي
دبشري نهادونوپه راپورنو کې ملکي تلفات څو چنده اضافه ښودل شوي و
دامریکا داستخباراتو له مخي داوباما ادارې د شپږوکالوپه جریان کې له جنګي کرښو بهر یعني له افغانستان اوعراقه بهر تر۴۷۳ زیات بریدونه د بې پلوټه الوتکو په مټ ترسره کړې دي
په یاد راپورکې هغه ملکي تلفاتوته اشاره نه ده شوې چې په افغانستان اوعراق کې د بې پلوټه الوتکو دبریدونو له کبله رامنځه ترشوي دي


















