جانان خدرخېل
ځان سره مې جنګ په تنهایۍ کې دی
څه عجیبه کیف په خاموشۍ کې دی
ناست یمه ، له تاسره غږېږمه
زړه زما په بله دنیاګۍ کې دی
ورکه شه خاني، ورک یې خوندونه شه
خوند د ژوندانه په غـریبۍ کې دی
‹‹ته که شوې خبره را ژوندۍ به شې
مورې! دومره درد دې جدایۍ کې دی››
مرګ مې ستا په ‹نه› پورې تړلی دی
ژوند مې ستا د مینې په نړۍ کې دی
مه راوړه ګلان غاړې ته مه راوړه
پړی مې د دار لا په مرۍ کې دی
ته هسې بې وخته په ملا کړوپه شوې
ستا “خدرخېل” اوس هم په ځوانۍ کې دی


















