خالق یار احمدزی
راترغاړې وځه جانانه راته زړه کې دعا وکړه
په ضمیر کې راسره یې نن په خوله کې دعا وکړه
ستاتصویر رانه هیرشوی نوجانانه کړه خبرې
ستر مسیر د جدایی ده بیلتانه کې دعا وکړه.
په ناز،ناز یې اړولې ملغرې که تسپې وې
ماویل نن خو راته ګرانه په لمانځه کې دعا وکړه
ګوره څرنګه کړیږي افغانان په لمبوسوځي
.لاس کړه پورته بیا په حق د پښتانه کې دعا وکړه
اې د سپین دستار څښتنه اتلواله دې ګټلې
نړیواله مجاهده سنګره کې دعا وکړه
خالقیاره ښکلاګانې ګلابونو که رانغښتې
خو قلم چې بې اغزی دی کتابه کې دعا وکړه

















