د امریکا په ډالاس کې درې تنه پولیس افسران په نوني وژل شوي

کابل ټکی کام ۱۸چنګاښ/۱۳۹۵، فرید احمد
د ډالاس د پولیسو مشر وايي، په دغه مظاهره کې چې د یوه تور پوستي د وژل کېدو پر سر جوړه شوې ده، ۱۱ تنه پولیس د نوني په مټ ویشتل شوي دي، چې درې تنه پکې مړه دي.
د امریکا سي ان ان ټلویزیون بیا د دوه پولیسو وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دغه حمله هغه وخت وشوه، چې سلګونه کسان د دې په خاطر راټول شوي وو، تر څو د هغه ۱۵ کلن تورپوستي پر سر مظاهره وکړي، چې د پولیسو لخوا وژل شوی وو، کله چې ډزې پيل شوې نو مظاهره چیان تیت شول، او سیمه پولیسو په ولکه کې واخیسته، هلیکوپټر الوتکې په سیمه کې ګزمه شروع کړې ده، ترڅو ويشتونکی کس وموندي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button