پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

اشغال به لکۍ لري!؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 8, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
8
ځلې شریک شوی
99
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

قاري خالد

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما دیوې پرېکړې په ترڅ کې، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له عمومي قوماندان، نړیوالو متحدینو او افغان حکومت سره ترمشورې وروسته د خپلو ځواکونو دحضور پلان بدل کړی او ویلي یې دي، راتلونکي کال کې به په افغانستان کې د ٥٥٠٠ امریکایي سرتیرو پر ځای ٨۴٠٠ امریکایي سرتیري پاتې کړي.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

اوباما زیاته کړې؛ امریکایي ځواکونه به په افغانستان کې د افغان سرتیرو دروزنې ترڅنګ دده په وینا دترهګرۍ پر ضد حساسه مبارزه هم پرمخ یوسي.

دمزدور نظام مشر اشرف غني د اوباما دپرېکړې هرکلی، او طالبانو د افغان مزدور حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد دجګړې ددوام پخلی کړی.

په ورته وخت کې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې دوسله والو طالبانو پر خلاف دبیا ځل لپاره دبېدریغه هوایي ځواک د استعمال او بمباریو خبر هم ورکړی.

دپوځي چارو پوهان مخکې له دې هم په دې اند ول چې امریکایي پوځیان نه له افغانستانه وځي او نه هم هوایي بمبارۍ دروي، امریکایان به کوښښ وکړي چې ظاهرا نړیوالو ته وښایي چې ګواکې دوی د افغانستان د اشغال او جګړې طرفداره ندي، خو پټ پر پټه به امریکایان خپل جګړئیز فعالیت جاري وساتي.

وروستیو تحولاتو او دطالبانو منظمو جګړو، او بریاؤو امریکایان اړ باسل چې منافقانه دریځ یې نړیوالو ته جوت کړي، له پټ پټونې یې راوکاږي او په سپین میدان یې منحیث اشغالګر، افغانانو او نړیوالو ته ودروي او هغه خلک هم پخپل نظر تجدد ته متوجې کړي چې اشغال ختم ګڼي او دبین الافغاني تفاهم نغارې ږغوي.

بین الافغاني تفاهم هغه مهال ممکن دی چې وروستی اشغالګر هم زموږ له ګرانه هیواده ووځي، دکابل بلواک نظام خپلواک شي او پرېکړې یې دبهرنیو سفاراتو پر ځای له خپلو تالارنو دملت تر کورونو ورسیږي .

دحزب اسلامي له لورې دبین الافغاني تفاهم کوښښ او ناکامۍ روښانه کړه چې دلته لا هم واک او ځواک دبل په لاس کې دی، نهایي پرېکړه د ارګ پر ځای له بله ځایه راوځي، په ګدۍ ناست چارواکي مازې روبوټونه دي او ریموټونه یې دبیزونو او سفاراتو دننه دخارجیانو پر لاسونو کې دي. ترڅو چې اشغال وي، ترڅو چې واک ټول په ټوله افغان لوري ته انتقال نسي، ترڅو چې د افغانستان پر اسمان دصلیبي الوتکو غرځار وي، ترڅو چې دکابلي چارواکو دزړه او خولې خبره یوه نه وي تر هغې به د افغان مېندو بچیان، دسرتیرو او وطن ساتو پر نوم دپردۍ جګړې دسون مواد وي. پس له دې هم د اشغال دپای، او دبین الافغاني تفاهم نغارې ږغول عارفانه تجاهل او یا اشغالګرو ته چوپړ وهل دي .

د اوباما ښکاره اعلان اشغال نه دی نو څه دي؟

امریکایانو دې هیواد ته له جګړو او وژنو پرته نور څه ورکړي؟

اوس هم دلته دپوځیانو پرېښودل جګړې او افغان غمیزي ته دطوالت ورکولو په مانا ندي نو څه دي؟

ځان به نه سره غلطوو؛ په افغانستان امریکایي یرغل ټول په ټوله دیني اړخ لري، د اسلامي نظام پر خلاف دکفارو یو پاڅون دی چې دجورج بوش په مشرۍ پیل شوی په هغه غونډه کې چې دکال ۲۰۰۱ دجولای میاشت په ۱۷م تاریخ په برلین کې ترسره شوې وه، د امریکایي پلاوي مشر “تام سیمون” طالب پلاوي ته په زغرده وویل: پراخ بنسټه حکومت ومنئ، دښځو بې مهاره ازادي ته ژمن، او دغرب پر وړاندې له سخت دریځۍ صرف نظر سئ هم به مو حکومت په رسمیت ومنل سي او هم به درباندې دډالرو باران شروع سي.

اصف ننګ پر خپل کتاب “د۱۱ سپمتبر رازونه او اسناد” کې دبرلین په غونډه کې دپاکستاني پلاوي دمشر “نیازنایک” له خولې لیکي؛ ما چې د”تام سیمون” ګواښونه ولیدل هماغه وخت پوه سوم چې امریکا به حتما او په هره بیه او پلمه چې وي دطالبانو پر نظام حمله کوي ځکه چې تام سیمون طالب هیأت ته مخامخ وویل: یا خو دغه دسرو زرو قالینچه درواخلئ او یا هم دبمونو قالینچې ته انتظار وکړئ.

په ۲۰۰۲ م کال دمۍ میاشتې په لومړۍ نېټه دچارشنبې په ورځ د امریکا ددفاع وزیر “رمزفیلډ” او د Jsc ادارې مشر جنرال پیس په ګډه یو مطبوعاتي کانفرانس درلود، ددفاع وزیر رمزفیلډ دیو خبریال په ځواب کې وویل: موږ په یوه اوږده نړیواله جګړه ورګډ سوی یو، دا جګړه دترهګرۍ! پر ضد ده، دا جګړه به دنړۍ په بیلابیلو هیوادونو او سیمو کې دتروریزم پر ضد دپوځي عملیاتو یوه مسلسله او اوږده لړۍ وي، موږ دې لړۍ ته دوام ورکوو، موږ نه غواړو چې دا لړۍ ودروو ځکه چې همدا جګړه دنړیوال امنیت دتامین او د امریکا لپاره دنړیوالې برلاسۍ یو ښه ضمانت دی.

مخکینې مطلب

غني به په وارسا کې زړه تش کړي

بل مطلب

د امریکا په ډالاس کې درې تنه پولیس افسران په نوني وژل شوي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com