د امریکا دالاس کې د وژل شویو پولیسو شمېر ۵ تنه وښودل شو

کابل ټکی کام ۱۸چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د امریکا د ټکساس ایالت په دالاس ښار کې د پنجشبې شپې د مظاهرو پر مهال د ډزو له کبله پنځه تنه پولیس وژل شوي دي، او اته نور ټپيان دي.
دغه مظاهرې د پولیسو له خوا د دوو تور پوستو سړو د وژل کېدو په غبرګون کې شوي دي.
پولیسو هغه دوه تور پوستي د امریکا په مینه سوتا او لویزیانا ایالتونو کې وژلي وو.
د دالاس د پولیسو مشر ویلي دي، پر دوو کسانو یې د ډزو کولو ګومان دی، چې دا مهال یې د پلټنې په هڅه کې دي.
اسوشټډ پرس اژانس د یوه عیني شاهد له خولې وايي، چې «د بام له سره ډزې وشوې».
عیني شاهدان وايي، چې تر لسو زیاتې ډزې یې اورېدلي دي.
د پېښې لومړنی خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې دوه تنه پولیس د واټ پر سر لوېدلي دي.

د برید مسئولیت د (تور پوستو د سیاسي ځواک ادارې) نومي ډلې پر غاړه اخیستی دی.
د یادولو ده، لومړی د رسنیو له لارې د دغې پېښې د قربانیانو شمېر ۳ تنه په ګوته شو، خو دا مهال له څېړنو وروسته پر پنځو تنو تأکید شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button