کابل ټکی کام ۱۸چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
پولنډي ولسمشر نن له ولسمشر غني سره د کتنې پر مهال وویل، چې د خپلو سرتېرو موده یې نوره هم وغځوله.
ولسمشر غني نن له غرمې وروسته په وراسا غونډه کې له پولنډي ولسمشر سره لیده کاته وکړل، هغه ورته د هرکلي تر څنګ د افغانستان وضعیت ته په پام د امریکایي سرتېرو د مودې د تمدید په اړه د اوباما پر تصمیم خوښي څرګنده کړه.
او همدا راز یې په افغانستان کې د خپلو ۲۰۰ سرتېرو د مودې غځولو پرېکړه وکړه.
غني له پولنډي ولسمشر څخه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د مودې د غځولو له امله مننه وکړه، او پولنډ یې له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په ډګر کې د افغان ځواکونو ښه ملګری وباله.
د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د افغانستان او پولنډ د اړیکو د پراختیا په اړه او په نورو بېلابېلو برخو کې خبرې اترې وکړې.

















