په امریکا کې په پولیسو د برید مسؤلیت د تورپوستویوې ډلي په غاړه واخست

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۸ عبدالهادی همت
د امریکا په متحده ایالتونو کې فعالیت کوونکې د سیاسي ځواک ادارې په نامه یوې ډلې دپولیسو دوژني پړه ه غاړه واخیسته
یادې ډلې د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې برید د دوی لخوا ترسره شوی دی او په راتلونکو ورځو کې به دې ته ورته زیات شمیر بریدونه ترسره کړي.
د امریکا د دالاس په ښار کې ۴ تنو برید کوونکو د مظاهرو پر مهال په پولیسو خونړي بریدونه پيل کړل. پولیسو د برید کوونکو نه ۳ تنه ونیول او یو تن يي وواژه.
په دې برید کې لږ تر لږه ۵ تنه پولیس مړه او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه د ۳ تنو روغتیايي حالت ښه نه دی.
د ویلو ده چې دا برید هله رامنځته شو چې په امریکا کې په تیره یوه اونۍ کې دوه تنه تورپوستي د پولیسو لخوا ووژل شول.
نوموړې پیښې د تورپوستو سخت غبرګون وپارو.
د پیښې د غندنې په موخه په جوړه شوې مظاهره کې برید کوونکو په پولیسو وسله وال برید وکړ.
د برید کوونکو نه یو تن چې په سنایپر ټوپک سمبال وو د یوې ډیرې لوړې نقطې نه يي برید وکړ.



