د انس حقاني اخترونه، اخترمبارکي او ملګرو ته پيغام

کابل ټکی کام ۱۸چنګاښ/۱۳۹۵، انځورګر: احمدالله مهاجر
زه چې کله په ښه او بد پوه شوم، نو په کلي او ګاونډ کې به مې د «اختر» کلمه ډېره اورېدله، خلکو به مخکې له مخکې ورته تیارۍ نیولو، ځوانانو به جامې کولې، بوټان، خولۍ، پګړۍ او واسکټونه اخیستل، نجونو به لاسونه په نکریزو سره کول، سینګارونه به یې کول، او څڼورو ځوانانو به د پښتنو د پتمن دود له مخې ډزې کولې، ما به هم کوښښ کاوه، چې د خپلو ملګرو، ماشومانو په شان لوبې وکړم، د دوی په څېر به مې ځان خوشاله نیولی وو او نوې جامې به مې هم واغوستې، خو که رښتیا درته ووایم، زړه به مې ټول د خپل کور له غمونو سره تړلی وو، او خوښۍ به مې هېڅ زړه ته لاره نه موندله.
کله به چې کور ته راغلم، غوږونه به مې د غمیزو اورېدلو ته څک ول، یو وخت سودا راولوېده، چې دا خلک ټول داسې غمجن دي، او کنه یوازې مونږ ته د غمونو رامخه ده؟
له یوه همزولي څخه مې پوښتنه وکړه، چې اختر ته خوشاله یې؟ هغه راته په ډېر حیرت ځواب راکړ ، «ولې نه؟! په اختر کې مونږ خپلوانو کره ځو، او د اختر ورځې په لوبو او مستیو ښې ګرمې ساتو» او راغبرګه یې کړه، «ولې ته نه یې ورته خوشاله؟!» ما په لوېدلو غاړو ځواب ورکړ، نه…. ورته خوشاله یم.
ما ته به دا پوښتنه را ولاړېده، چې اختر څه مانا؟ ایا دا ورځ د خلکو د خوشالۍ، او زمونږ د شهیدانو د لمانځلو ده؟ د ماشومتوب خبره ده، یقین وکړئ نه پوهېدم.
یوه ورځ مې له مشر ورور ډاکټر نصیرالدین حقاني څخه وپوښتل، چې په دغه ورځ زمونږ کورنۍ ولې غمجنه او نور خلک خوشاله وي؟
(زما سپېره مخ، او غمځپلي ماشومانه انداز) د شهید ډاکټر صاحب سترګې له اوښکو ډکې کړې، او زما پوښتنه یې ځواب نه شوای کړای، بس دومره یې راته وویل: انسه! د آخرت ژوند نه ختمېدونکی دی، که خدای کول هلته به خوشاله وو.
تر پایه راته اختر ګرانه معما ښکارېده، یوازې دومره پوهېدم، چې اختر د نورو د خوشالۍ او زمونږ د خفګان ورځ ده، ځکه په اختر کې به خلکو خوشالۍ کولې، او مونږ به یوازې دا اورېدل، چې نن مې د کورنۍ پلانکی غړی شهید شو، چېرته یې خښ کړو، په جنازه کې به یې څوک شرکت کوي او څوک به نه ورځي، په خدای باور وکړئ، د خپلو وروڼو په جنازو کې مو شرکت نشوای کولای! پلانکی ونیول شو، پلانکی زخمي شو، چېرته یې معالجه وکړو، ګورئ چې څوک خبر نه شي، هسې نه چاپه پرې ووهل شي! نن مو د کور له مخې یو نابلده کس تېر شو، هسې نه جاسوس وو، له دې ځایه ځانونه باسئ! هله بنګنې (بې پيلوټه) دي ځانونه یوې خواته کړئ!
وخت تېرېدو، پر ما هم د زلمیتوب دوره راغله، أېله بيله مې اختر زده کړو، چې د الله تعالی له لورې مسلمه امت ته، له یوبل سره د مینې د اظهار کولو، ورځ ده، په دغه ورځ ټول مسلمه امت خوښي کوي، او د پاک الله شکر اداء کوي.
خو بیا به هم ما ته د اختر د مفهوم او مصداق ترمنځ تطابق نه ښکارېده؛ ځکه چې د اختر مفهوم، په خوشالۍ کولو او د ملګرو سره په پاللو، تحقق ته رسي، او مونږ د دې دواړو تصور هم نه شو کولای.
زمونږ د ځوانۍ اختر داسې وو، چې کور به مو له خاصو مېلمنو ډک وو، د هغوی خدمت به مو کاوو، کله کله به مېلمنو را ته د یوه شهید ورور یادونه وکړه، زمونږ زړونه به له غرېوه ډک شول. یا به راباندې د یوه ورور او یا د یوه نږدې ملګري د شهادت غږ هم وشو، اختر به مو په جنازه او فاتحه تېر شو، خو حتی الوسع (د کورنۍ د مشرانو په امر ) به مو خپل خفګان له نورو پټ ساتو.
د اختر د لمانځه اداء کول، به هم یوه لویه خبره وه، د اختر د لمانځه اداء کولو ته به مو وار خطا وو، جومات ته تلل، بېرته راتلل، به مو ډېر په احتیاط سره کول، له لمانځه وروسته به په ډېره بیړه خپل کور ته تللو، کله به حالات دومره ترینګلي شول، چې د اختر لمونځ به یې را څخه پاتې کړو، په خدای باور وکړئ ډېر کشران وو، خو له دباندې وتلو څخه منع وو، مونږ ډېر وخت په خپله د ځان لپاره له بازاره سودا هم نه شوای کولای، اکثر وخت به مو کوم ملګري ته پيسې ورکړې، چې جامې یا څپلۍ راته واخلي.
هغه څه چې مونږ به یې خوشالولو، هغه د ملګرو سره مرسته کول وو، چې کوم ملګری به کور ته تلو، په ډېره خوشالۍ به مو د لارې ترتیب او څه نا څه خرچه ورته برابره کړه.
زمونږ د کور ډېر نوي ځوانان شهیدان شوي دي، او شهادت به یې رښتونی ارمان هم وو. زما هر ورور چې شهید شوی، د شهادت څخه یې څو ورځې وړاندې له خدای پاک څخه غوښتی دی.
یوه ملګري کیسه کوله، چې ډاکټر صیب سره مې د شهادت څخه تقریباً څو ساعته مخکې خبره کوله، د یوه څه وعده یې راسره وکړه، ما ورته په خندا کې دعا وکړه (خدای دې د سرې ډولۍ خاوند کړه!) ده راته وویل، چې خدای پاک دې مقبول شهادت را کړي، هماغه وو چې څو ساعته وروسته په شهادت ورسېدو.
اېله ځوان شوم، غوښتل مې چې باید یو څه تغیر وکړو، د خوشالۍ لپاره باید څه اسباب برابر کړو، بعضې نږدې خپل خپلوان او ملګرو سره راشه درشه ولرو، نوي ځوانان او ماشومان مو باید د دینې تعلیم څخه بې برخې نه شي، زمینه ورته پوره مساعده کړو، خپل کوښښونه مې پیل کړل، له هر با استعداده ملګري سره مې دا خبره شریکوله، او غوښتل مې د هغوی نظر واخلم، او یوه سالمه لاره پيدا کړم، خو دا چې ورځ تربلې امنیتي حالات بدلېدل؛ و نه توانېدم چې پدې کار کې بری خپل کړم، که څه هم حوصله مې له لاسه نه وه ورکړې.
خو زما د زندان اختر بېل رنګ لري، دومره څوک راسره نشته، چې د خپل زړه خواله ورسره وکړم، په زندان کې یوازې یم، ظالم چارواکي نور زندانیان نه پرېږدي، چې له ما سره خبرې وکړي، له یو بل سره لیده کاته هم نشم کولای، آن تر دې چې زمونږ پر سر ولاړ ساتونکي پیره داران هم له ما سره د خبرو کولو اجازه نه لري.
ډېر څه په خوله راځي، که یې ووایم، ښايي ملګري ډېر پرېشانه شي، خو په زندان کې واکمن ظالم چارواکي راته قلم اوکاغذ هم نه پرېږدي، تر څو د زړه بړاس د کاغذ په مخ انځور کړم.
زما دا اختر ډېر عجیب دی، اوس د کور هاغه اختر نشته، چې مېلمانه به راتلل او ما به یې خدمت کاوه، هغه په رښتیا چې د خوښیو اخترونه وو.
خو ملګرو دا هرڅه د چا لپاره او ولې!؟
په رښتیا چې زما کورنۍ کولای شوای، چې د نورو هېوادوالو په شان یو ارام ژوند ولري. مونږ کولای شوای چې په خپل کلي کې خپل جومات، حجره، پوله پټی ولرو، او سمبال یې کړو، مونږ کولای شوای چې حج ته په ازاده وېزه د خواجه رواش له هوايي ډګر څخه پرواز وکړو، مونږ کولای شوای، چې نورو هېوادونو ته سفرونه وکړو، او یا د راپېښو ناروغیو درملنه هلته وکړو، مونږ کولای شوای چې د کابل په پوهنتون او یا د نړۍ په نورو پوهنتونونو کې تحصیل وکړو. خو دا هرڅه د څه لپاره؟ زمونږ جهادونه، زمونږ هجرتونه، زمونږ ستړی ژوند د څه لپاره؟ زما د هغو ځوانانو وروڼو، چې ځوانۍ ته یې یوه سترګه خوب کېده، شهادتونه د څه لپاره؟ آیا مونږ په دې دنیا کې د یوه ښه ژوند په تلاش کې یو؟ آیا مونږ هڅه کوو چې پيسې پیدا کړو؟ تجارتونه ولرو، او یا کوم منصب پیدا کړو؟
د دې هر سوال ځواب له دوست او دښمن سره شته دی، او هر چاته حقیقت مالوم دی، زه به یې څه ځواب درته وکړم.
ګورئ زما خوږو ملګرو چې له خپل دین څخه شاته نه شئ، الله تعالی یو داسې امارت راته په نصیب کړی دی، چې مسلمانانو یې دوه لسیزې مخکې سوچ هم نه شوای کولای، ګورئ، چې ناشکري درڅخه ونه شي، مونږ باید په هر حالت باندې د الله شکر اداء کړو، که مونږ په بند کې وو، که مونږ د بدن غړي له لاسه ورکړو، که مونږ ته شهیدان شوي وي، یتیمان، کونډې رنډې راته پاتې شوي وي، صبر به کوو، له پاک خدای څخه به یې بدله په آخرت کې غواړو، کنه، نو خدای به هم ناراضه وي او تکلیفونه به مو هم تېر کړي وي.
مه بې حوصلې کېږئ! الله تعالی کامیابي زموږ په برخه کړې ده، که څوارلس کاله پخواني حالات، له اوسنیو حالاتو سره پرتله کړو، راته جوته به شي، چې مونږ څومره کامیاب شوي یو.
په آخر کې ټولو مسلمانو هېوادوالو ته، که هغه په زندانونو کې وي، که هغه په سنګرونو کې وي، که په روغتونونو کې د صحت په تمه پراته وي، او یا د مجاهدینو حمایت کوونکي وي، د زړه له تله مبارکي وایم، الله تعالی دې ستاسو اخترونه له خوښیو ډک کړي، الله دې مونږ بندیان هم درخلاص کړي او په هېواد کې مو یو ازاد خپلواک، اسلامي نظام قائم کړي، چې په یوځای دا خوښۍ سره ولمانځو.
آمین یا رب العالمین.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button