قاري خالد
په افغانستان کې د امریکا او متحدینو دروانې مبارزې تر ټولو غټه اشتباه دا ده چې په جګړه کې له خورا زیات افراط څخه کار اخیستل کیږي او همدا لامل دی چې جګړه ورځ تر بلې سختیږي او اوږدیږي.
بې ګناه ولسونه بمباریږي، سپین ږیري، ماشومان او تورسرې په بمونو ویشتل کیږي او دشک پر بناء ځوانان شکنجه او بیا زندانونو ته اچول کیږي چې هلته بیا د نامعلوم برخلیک ښکار ګرځي. دننګرهار په تورغر کې د امریکایي بمبارد په ترڅ کې د کړم کلی له هسته نیست کول، دروزګان دهراود کې کلی په بمونو ویشتل او د پکتیا ۱۱۵ قومي مشران او بارسوخه خلک په رڼا ورځ بمباردول، د اشغال دپیل هغه افراطي عملیات ول چې ولسونه یې په سوچ کولو مجبوره کړل. د CIA دراپورونو له مخې پر افغانستان دیرغل دپیل په کال CIA تقریبا اویا میلیونه ډالر ویشلي.
یاد ډالر نه د افغانستان پر اردو مصرف سوي، نه په عمراني کارونو، بلکې ټول پر ټوله په جاسوسي چارو او جاسوسي ځرو مصرف او ویشل سوي مګر نتیجه یې دا سوه چې تربګنۍ او دښمنۍ وپالل سوې او بېګناه ولسي وګړي تر ګوانتانامو او بګرام ورسول شول. اوس بیا ځل ناټو د وارسا په غونډه کې اعلان وکړ چې تر دوه زره شلم به، دافغان عسکرو دروزنې په موخه پاته سي او د ناټو غړي هیوادونه به هر کال تر پنځه ملیارده ډالرو مرستې هم د افغان امنیتي ځواکونو سره کوي. پوښتنه دا ده چې ولې امریکایان او متحدین یې دجګړې له ډګره ځانونه باسي او دپیسو په زور افغان امنیتي ځواکونه د افغان ولس مقابل ته دروي؟
اوس چې امریکایان هم نعرې وهي چې دوی طالب دتروریست په نوم نه پېژني بلکې کوښښ کوي چې سوله ورسره وکړي؛ که همدا پیسې دسولې لپاره په کار واچول سي، سوله به نسي ممکنه؟
د امریکایانو او متحدینو روزمره بدلیدونکي نظرونه ددې ښکارندویي کوي چې دلته ټکر د ادیانو دی او د ادیانو ټکر د یو او بل پر نیست پای مومي.
امریکایان نه دوتلو اراده لري او نه به افغانان پریږدي چې خپل سرنوشت پر خپله انتخاب کړي شعارونه دقلم ورکړل کیږي مګر مرستې دمسلحو اورګانونو سره کیږي تر نیمایي زیاته اردو شخصي سوې، اردو ته راتلونکې مرستې د زورواکانو لخوا هضمیږي، پرمختللې وسلې شخصي ډیپوګانو ته لویږي او بېکاره وسلې د اردو ساده باده عسکرو ته سپارلی کیږي. لنډه دا چې دخارجیانو په موجودیت کې د افغان جګړې حل ناممکن دی، دلته جګړه دنړیوال صهیونیزم دپلانونو برخه ده او په هماغه لومړیو کې دبوش له لورې دصلیبي جګړې اعلان دصهیونستي کړیو دپلان اظهار وو.
څومره چې دلته خارجي قواوې دوام کوي، هومره به افغان جګړه غځیږي، او دټولو وژنو او ویرانیو پړه به دهغو مزدورو چارواکو پر غاړه وي کوم چې له غربه دلته پاته کیدل غواړي. همدا چارواکي خپله بقاء دغرب په شتون کې لټوي، دملت ارتقاء دوی ته نه ده معتبره، په جګړه کې ددوی اولادونه نه مري، جګړه ددوی له خونو ډېره لرې ده، ددوی شخصي املاک خوندي دي، دوی دلته مسافر دي اولادونه یې په اروپایي دولتونو کې دطبیعیت له رنګینیو او رنګونو خوندونه اخلي، دجګړې لمبې زموږ پر کېږدیو تاویږي، مردکي زموږ پر سینو نښلي، دبارودو بویونه زموږ له ودانیو پورته کیږي نو دوی ته دجګړې کوم تاوان او کوم زیان که تر شلم غځیږي که تر دېرشم؟

















